د جمهوري ریاست د تصمیم نیونې د عالي بورډ عمده پریکړې

د جمهوري ریاست د تصمیم نیونې عالي بورډ په پينځو نوبتي ناستو کې دا پریکړې وکړې:

 

-  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت موظف شو، چې د مرنجان تپې د تاریخي آبداتو رغونه په پلان کې شامله او د ملي راډیو ټلویزون په همغږۍ د ملت د بابا محمد ظاهر شاه د ژوند لیک په اړه مستند فلم جوړ کړي.

- د ملي بیرغ د ورځې د نمانځې د کمېټې وړاندیزونه منظور او له مخې یې اړوندو وزارتونو او ادارو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

 - د مالیې او عدلیې وزارتونه موظف شول، چې د مالي صندوق د حقوقي چوکاټ د وروستي کیدو لپاره کار وکړي.

 - امنیتي بنسټونه موظف شول، چې د پلخمري – سمنګان لویې لارې د امنیت لپاره لازم تدابیر ونیسي.

 - د جمهوریت د ارزښتونو د ساتنې او پراختیا او عادلانه، سراسري او دایمي سولې د ټینګښت لپاره د کندوز ولایت د شریفو خلکو د پریکړه لیک د صادریدو هرکلی او مننه وشوه. همدا شان، اړوند بنسټونه د کندوز د خلکو د غوښتنو د تطبیق لپاره موظف شول.

 - د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست تر نظر لاندې، د عامې روغتیا وزارت ته دنده ورکړل شوه، چې د روغتونونو، کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو د خدمتونو د موثریت د څار لپاره کار وکړي، څو د روغتیایي معلوماتو جامع سیستم پراخ شي.

 - له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت ته دنده ورکړل شوه، چې د قانون د حاکمیت عالي شورا ته د اداري فساد پر وړاندې د حکومت د مبارزې څېړنیز راپورونه او لاسته راوړنې وړاندې کړي.

 - له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت موظف شو، چې د اداري فساد د جرمونو پر وړاندې د اطلاع ورکوونکو د شکایتونو د ترلاسه کولو او تعقیب طرحه د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ د عالي شورا غونډې ته وړاندې کړي.

 - د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ شورا موظفه شوه، چې د شپږو لغوه شویو طبي بنسټونو د محصلانو د برخلیک په اړه د کابینې د پریکړې له مخې اقدام وکړي.

 - د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت موظف شو، چې د خوست ولایت د ستراتیژیک انکشافي پلان په رڼا کې، د خوست ښار د د صحرا باغ سیمې د انکشافي پلان طرحه د ښاري پراختیا عالي شورا ته وړاندې کړي.

 - له پاکستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي توکیو د تخلیې او بارګیرۍ میکانیزم پر تطبیق د څارنې د کمېټې وړاندیزونه او د پکتیکا د انګور اډې او د پکتیا د خرلچي سرحدي نقطو پرانیستل کیدل منظور شول. ټولې اړوندې ادارې موظفې شوې، چې د کمېټې پریکړې عملي کړي.

 - د مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون موظف شول، چې د آمو سیند د سواحلو د تحکیم طرحه له تخنیکي بیا کتنې وروسته، د اوبو، اراضۍ او ښارۍ پراختیا عالي شورا ته وړاندې کړي.

 - د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت موظف شو، چې د یوناما دفترونو ته د ځمکې د برابرولو طرحه له همغږۍ وروسته جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.

 - د کابل د عیدوخل قومونو او کوه قروغ سیمې د اوسیدونکو ترمنځ د اختلاف د حل لپاره، د با نفوذه اشخاصو د پلاوي ټاکلو په اړه د منازعاتو د حل کمیسون وړاندیز منظور او پلاوی وګومارل شو، څو د قضیې د ټولو خواوو د څېړلو ترڅنګ د رامنځته شوې منازعې مخه ونیسي او خپل راپور له مشخصو وړاندیزونو سره د جمهوري ریاست عالي مقام ته واستوي.

 - والیانو ته دنده ورکړل شوه، چې د صرافانو د محافظت کمېټې رهبري او فعالول شخصاً خپله پر غاړه واخلي او د خپلو اجرأتو راپور په ۱۵ ورځو کې جمهوري ریاست ته ورکړي.

 - د چارو د ځنډ له کبله د الهاشم شرکت د جریمې پر وړاندې اعتراض ته د رسیدنې لپاره، د څېړنو ګډ پلاوی وګومارل شو.

- د هېواد په بندرونو کې د اسانتیاوو د رامنځته کیدو لپاره، د همغږۍ د کار ډلې جوړیدل منظور شول.

- د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت، کابل ښاروالي، مالیې وزارت او ملي بانک موظف شول، چې د کابل ښار د طراحۍ په چوکاټ کې، د نادر پشتون سړک د پراختیا په اړه خپل نظر څرګند کړي.