د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د هېواد فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن دی

د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د هېواد فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده له ملي موزيم څخه ليدنه وکړه.

دغه ليدنه چې نن سه شنبه «جمادي الثاني۲۶مه/ مرغومي۱۹ مه» ترسره شوه، په پيل کې يې د افغانستان ملي موزيم له مسؤلينو سره ناسته وکړه او د موزيم په اړه يې د هغوی ستونزې او وړانديزونه واورېدل.

د ملي موزيم رئيس مولوي صبغت الله عابد د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس څخه مننه وکړه چې موزيم يې له نږدې وليد او د ميوزيم په اړه ورسره خپلې ستونزې شريکې کړې.

ښاغلي عابد د موزيم په اړه معلومات وړاندې کړل او د تاریخي اثارو لپاره یې په موزيم کې د مناسب ځای او ودانيو نشتون، له هېواده بهر د تاريخي اثارو د نندارتونونو جوړولو او يو شمېر نورو برخو کې يې د اسلامي امارت د مسؤلينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د دې ليدنې په ترڅ کې ښاغلي اخندزاده د موزيم بېلابېلې برخې او تاريخي اثار له نږدې څخه وليدل او مسؤلينو ته يې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او پراختیا سپارښتنې وکړې.

نوموړي وويل چې اسلامي امارت د فرهنګي ميراثونو ساتنې ته ژمن دی او د افغانستان تاریخي اثار او په ځانګړې توګه د اسلامي تاريخي اثارو ساتنه، پيدا کول او خوندي کول يې اړين وبلل.

د افغانستان ملي موزيم د مسؤلينو د معلوماتو پر بنسټ دا موزيم تر پنځوس زره قلمه بېلابېل تاريخي اثار لري او په وينا يې چې دا موزيم د سيمې د هېوادونو د موزيمونو په نسبت ډېر بډای دی او د افغانستان تېر پنځه زره کلن تاريخ د بېلابېلو دورو تاريخي اثار لري.

خو په ورته وخت کې مسؤلين اندېښنه څرګندوي چې د تاريخ په اوږدو او د جګړو پرمهال د موزيم يو شمېر اثار لوټ شوي او له هېواده بهر لېږدول شوي چې مسؤلين يې بېرته هېواد ته د را لېږدولو هڅه کوي.

د افغانستان ملي موزیم بنسټ د پاچا امان الله خان له لوري په ۱۹۱۹م/ ۱۲۹۷ لمريز کال کې د کابل په بالا باغ سيمه کې‌ کېښودل شو چې په لومړيو کې يې کمه اندازه تاريخي اثار درلودل او ورورسته يې پراختیا وموندله.

په ۱۹۲۵م/ ۱۳۰۳ لمريز کال کې د افغانستان ملي موزیم ارګ ته انتقال شو خو په ۱۹۳۰ کال کې دغه موزیم دارالامان قصر ته څېرمه انتقال شو چې لا هم په همدې سيمه کې موقعیت لري او د پراختیا او بیارغونې لپاره يې پلان او نقشه چمتو شوې ده.