د دارالامان ماڼۍ د عامو سېلانيانو پرمخ پرانيستل شوه

د دارالامان ماڼۍ د عامو سېلانيانو پرمخ پرانيستل شوه
په کابل کې د هېواد تاريخي ماڼۍ «دارالامان» د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د چارو ادارې لوی رياست مشرتابه او رئيسانو، د کابينې غړو، قومي مخورو، ګذر وکيلانو، ځوانانو او ژورناليستانو په کې ګډون کړی و؛ پرانيستل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې د سه شنبې په ورځ (ربيع الثاني۱۶مه/ لړم ۹مه) د يادې ماڼۍ په انګړ کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې مسؤلينو او ولسي استازو ويناوې وکړې.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل؛ که په نوره نړۍ کې دا ډول خبرونه عام دي، خو افغانانو لپاره ډېر پيغامونه لري او د دوی د خوښۍ سبب ګرځي. هغه وويل چې دارالامان ماڼۍ او نور تاريخي ځايونه تر دې وړاندې د جنګ سنګرونه وو خو اوس د الله تعالی په فضل د خلکو د تفريح او سياحت په ساحو بدليږي.
شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل چې تر دې وړاندې، هغه خلک وطن ته ژمن او د وطن اصلي بچیان بلل کېدل چې د ولس په وژنه او ورانونه کې به يې ډېر کار کړی و، خو په وينا يې چې اوس ژمن خلک هغه دي چې د هېواد د ابادۍ او ولس د هوساينې لپاره کار کوي او په دې برخه کې يې ټولې هڅې په کار اچولې دي.
همدا راز په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مالي رئيس دکتور سليم الرحمن هشام په خپله وينا کې د دارالامان ماڼۍ په تاريخي شاليد رڼا واچوله او د عامو خلکو پر وړاندې يې د يادې ماڼۍ پرانيسته خلکو ته د تفريح لپاره يو فرصت وباله.
د دارالامان ماڼۍ د پرانيستې په دې غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معين شيخ الحديث مولوي محمد فقير، د کور او ښار جوړونې وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د ګذر وکیلانو رئيس سيد حسين پرويزي هم ويناوې وکړي او د عامو خلکو پرمخ يې د دارلامان ماڼۍ پرانيستل يو غوره اقدام وباله.
د دارالامان تاريخي ماڼۍ چې د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې ده، نوموړي د خپلې پاچاهۍ پرمهال د دوو کلونو لپاره د هېواد چارې له همدې ودانۍ اداره کولې او ټولې حکومتي ادارې په کې فعالې وي.
دا ماڼۍ په ۱۳۴۷ لمريز کال کې د ټولګټو وزارت و چې د برېښنا شاټۍ له امله يې دريم پوړ وسوځېد خو بېرته ورغول شو او وروسته د عدليې وزارت ورڅخه استفاده کوله.
همدا راز په ۱۳۵۵ لمريز کال کې د داود خان د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون د تصويب په اړه لويه جرګه هم په دې ماڼۍ کې ترسره شوې وه.
بايد وويل شي چې د چارو ادارې لوی رياست په پام کې لرې چې د دې ادارې اړوند تاريخي او تفريحي ساحې لکه په غزني کې د اسلامي ثقافت مرکز، ننګرهار کې شاهي ملکيتونه او همدا راز نور ځايونه د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو پرمخ پرانیزي.
دا غونډه چې د مازيګر تر لمانځه يې دوام وکړ، د خير په دعا پای ته ورسېده.