د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال د خيرخوا الکترونيکي کمپلکس له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه

د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال د خيرخوا الکترونيکي کمپلکس له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا مرستيال انجينر احمد ضياء خالد چې د دې ادارې د ودانيو د ساتنې او څارنې رئيس يې هم ملتيا کوله، نن دوشنبه (ربيع الاول ۱۷مه/ تلې ۱۰مه) په کابل ښار کې د سن سکای خيرخوا سوداګريز کمپلکس له رغنيزو چارو څخه ليدنه وکړه.
نوموړي د یاد کمپلکس له مسؤلينو سره په ليدنه کې د هېواد د ابادۍ په برخه کې د هغوی اقدامات وستايل او ويې ویل؛ د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد د بيا رغونې چارې جدي تعقيبوي او په دې برخه کې اړوندو مسؤلينو ته وخت په وخت سپارښتنې کوي ترڅو له پانګوالو سره همکاري وکړي او د ستونزو د حل په برخه کې يې جدي واوسي.
د نادر پښتون جادې د سوداګرو د اتحاديې رئيس حاجي مختار شريفي د ياد کمپليکس د جوړېدو چارو د پيل په اړه له اسلامي امارت څخه مننه وکړه او زياته يې کړه چې دا پروژه په تېر کې د مافيا لاس ته لوېدلې وه چې د اسلامي امارت په راتګ سره د مافيايي کړيو لاسونه لنډ شول او دا د هېواد او سيمې په سطحه لومړنۍ ستره پروژه شوه، چې چارې يې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې پيل شوې.
ښاغلي شريفي وويل چې د يادې پروژې د ناکامۍ لپاره ډېرې هڅې وشوې خو په وينا يې چې دوی د هېواد د ابادۍ پياوړی هوډ لري او خپل هېواد به پخپله جوړوي.
د خيرخوا الکترونيکي کمپلکس چې د کابل ښار نادر پشتون واټ کې موقعیت لري، د (32.08) میلیون امریکایي ډالرو پر پانګونې جوړېږي، چې چارې يې تېر کال پيل شوې، دا پروژه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست د عامه او خصوصي مشارکت «ډیزاین، اعمار او تمویل» څخه په ګټه اخستنه او انتقال د (DBFO) پر ماډل جوړېږي.
ياد کمپلکس چې په (۹) پوړونو کې جوړېږي، په مجموعي توګه (۱۲۷۸) دوکانونه، (۷۹) دفترونه او دوه د موټرو تمځايونه لري چې د (۱۶۸۰) عرادې وسایطو د پارک کولو ظرفيت لري، همدا راز په دې کمپلکس کې رسټورانټ، شنه ساحه او د ورزش لپاره مناسب ځایونه په پام کې نيول شوي دي.
د پروژې د ډیزاین، جوړولو، تمویل، حفظ او مراقبت او ګټه اخيسته به د قرارداد د اجراء له نېټې ( Effective Date) تر (۳۰) کلونو پورې په خصوصي سکتور پورې اړه لري، وروسته ټول تأسیسات او د پروژې ملکیت پرته له کومې ورکړې اسلامي امارت ته سپارل کېږي.
بايد وويل شي چې د ياد کمپلکس رغنيزي چارې په درې شفټونو کې په دوامداره توګه پرمخ ځي او نږدې ۱۵۰۰۰ پنځلس زره تنه انجينران او کاريګر په کې په مستقيمه توګه په کار بوخت دي چې ټول يې افغانان دي، د مسؤلينو په وينا د کمپلکس په ودانيزو چارو کې لومړيتوب وطني تعميراتي موادو ته ورکول کيږي او د ځينې وطني تعميراتي موادو د نشتون په صورت کې د نورو هېوادونو تعميراتي توکو څخه استفاده کيږي.