د افغانستان بانک عمومی ریاست

د افغانستان بانک تاریخچه

د افغانستان بانک، د وزیرانو شورا د ۱۳۱۸/۲/۳ نیټې د ۱۵۲ ګڼې تصویب، د ملی شورا د ۱۳۱۸/۶/۱۹ نیټې د ۱۱ ګڼې تصویب، د اعیانو مجلس د ۱۳۱۸/۶/۱۲ نیټې تصویب او د ۱۳۱۸/۱۱/۱۷ نیټې د ۱۳۱۷/۵۲۸۰ د شاهانه حضور د منظورۍ پر اساس د یو سلو شل ملیونو افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودلو سره د هېواد په پلازمینه کابل ښار کې پرانیستل شو چې کولای شوی، د افغانستان په دننه او بهر کې له لازمو واکونو او دندو سره خپلې نمایندګۍ او فروعات جوړ و سکتوري بانکونه وټاکي.