د مخدره توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون

له نیشه یي توکیو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمیسیون:
له نیشه یي توکیو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمیسیون د جمهوري ریاست د عالي مقام د 17/2/۱۳۹۹ نېټې د ( 17) ګڼه فرمان له مخې رامنځته شوی دی. د دغې شورا د دارالانشاء مسئولیت د جمهوري ریاست د چارو ادارې د لوی ریاست پر غاړه دی.
د عالي کمیسیون دندې او صلاحیتونه
دا عالي کمیسیون لاندینۍ دندې لري:
- د نیشه یي توکیو او مسکراتو پر وړاندې د ملي ستراتیژۍ د تطبیق تصویب، څارنه او بیا کتنه؛
- د نیشه یي توکیو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې د اړوندو پالیسیو او طرزالعملونو تصویب او له تطبیق څخه یې څارنه؛
- د اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د پياوړتیا لپاره د لازمو تدابیرو رامنځته کول؛
- د نیشه یي توکیو او مسکراتو د غوښتنې کمیدو او د روږدو کسانو د درمنلې لپاره د لازمو تدابیرو رامنځته کول؛
- په نیشه یي توکیو د بدلیدونکو نباتاتو د ناقانونه کښت د مخنیوي لپاره د لازمو تدابیرو رامنځته کول؛
- د اړتیا پر مهال د قوانینو د ښه تطبیق به موخه د تخنیکي کمېټې رامنځته کول؛
- له نیشه یي توکیو سره د مبارزې پر وړاندې د اجراآتو راپور اخیستل، د ننګونو او ستونزو څېړنه او په اړه یې لازمې پریکړې کول؛
- د اړوند قانون په احکامو کې د تعدیل وړاندیز؛
- د هغو نباتاتو د کښت په اړه پریکړه کول، چې نیشه یي توکي ترې تولیدیږي، خو د طبي، صنعتي اړتیاوو او علمي او طبي څېړنو لپاره اړین دي؛
- د نیشه یي توکیو او مسکراتو د اړوندو قضیو پر وړاندې د پولیسو، څارنوالیو او محاکمو د اجراآتو څارنه.