د ځوانانو عالي شورا

د ځوانانو عالي شورا

خبرتیا

 

 د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مې مادې او د جلالتمآب جمهور رئيس د (۸۳) مې ګڼې فرمان پر بنسټ، د ځوانانو د وضعیت د لا ښه والي او پیاوړتیا، د پالیسیو او ستراتیژیو جوړولو، په اقتصادي، ټولنیز، کلتوري، علمي او اړوندو برخو کې ځوانانو ته د لازیاتې ونډې ورکولو، د جمهوري ریاست لوړ مقام ته د لازمو مشورو، د ځوانانو ترمینځ د انسجام او همعږۍ د رامینځ ته کولو او د دولت په کچه د مدیریت او رهبرۍ په برخه کې له ځوانانو د ملاتړ په موخه د ځوانانو عالي شورا جوړېږي.

د دغې شورا د غړو د غوره کېدلو په موخه د ولایتونو د مرکز او ولسوالیو په کچه د ځوانانو ترمینځ ټاکنې ترسره کېږي.

په پیل کې د ولایت د مرکز او هرې ولسوالۍ په کچه یوه ښځینه او یو نارینه د ټاکنو له لاري ټاکل کېږي، کله چې د مرکز او ولسوالیو په کچه بریالي نوماندان وټاکل شي، دویم پړاو د ولایت په کچه د یادو غوره شویو کسانو ترمنځ بیاځلې ټاکني ترسره کېږي چې یو نارینه او یوه ښځينه د ټولو ټاکل شویو غړیو څخه د ټاکنو په پایله کې غوره کېږي.

د هیواد د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو په کچه د دویم پړاو د ټاکنو وروسته ۶۸ تنه ځوانان د غوراوي عالې کمیټې مرکز کابل ته ورپیژندل کیږي چې دغه کمیټه د نوماندانو شرایطو او معیارونو ته په پام سره د یادو کسانو څخه د هر زون په استازیتوب دوه تنه (یو نارینه او یوه ښځینه) په ټوله کې ۱۶ تنه د ځوانانو عالي شورا د غړیتوب لپاره ټاکي او پاتي نور یې چې د ځوانانوعالي شورا د غړیتوب په ترلاسه کولو کې پاتې راغلي د اړونده ولسوالیو او د ولایتونو په مرکزونو کې د ځوانانو د عالي شورا سره به ددایمی همکارانو په توګه همکار وي.

د يادونې وړ ده چې د ځوانانو د عالي شورا د غړيتوب د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو اړوند بهیر د لړم د مياشتې په لسمه نېټه په ټولو ولايتونو کې رسماً پیلیږي.

د رایه ورکوونکو او نوماندانو شرطونه، د ټاکنو مهالویش او نور اړین معلومات د ځوانانو عالي شورا د ټاکنو ترسره کولو په میکانیزم کې لیکل شوي دي.

نوماندان او رایه ورکوونکي کولای شي چې د یادې پروسې په تړاو د هر ډول پوښتنو او ستونزي سره د مخامخ کېدو په صورت کې اړوند زون ته په پام له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسي:

 

جنوب زون:  ۰۷۷۸۲۱۱۶۹۳

پایتخت زون: ۰۷۸۰۳۳۲۶۴۱

شمال ختیځ زون: ۰۷۹۵۰۵۰۵۷۳

ختیځ زون: ۰۷۷۶۷۸۲۲۴۵

شمال زون: ۰۷۰۶۰۰۱۹۱۹

جنوب ختیځ زون: ۰۷۸۸۳۵۰۹۰۰

د مرکز زون: ۰۷۹۷۱۶۶۲۰۷

لویدیځ زون: ۰۷۹۹۵۸۸۸۸۵