د نېکمرغه کوچني اختر  په  مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة ﷲ  اخند زاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ  پیغام!

د نېکمرغه کوچني اختر  په  مناسبت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة ﷲ  اخند زاده صاحب حفظه ﷲ تعالی د مبارکۍ  پیغام!
بسم ﷲ الرحمن الرحیم
الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونتوب إليه ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده ﷲ فلا مضل له ومن يضلل فلا هادي له وأشهد أن لا إله إلا ﷲ وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله. 
أما بعد:فقد قال ﷲ تعالی: قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى (۱۴) وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى (۱۵) سورة الأعلی.
ترجمه: په تحقیق بری موندلی، (په مراد رسېدلي دي) هغه څوک چې پاک شوي دي(په ایمان سره له معاصیو) او یاد یې کړ نوم د رب خپل(په تکبیر سره) بیا یې لمونځ وکړ(چې نښه د اسلام ده). [کابلی تفسیر]
دلته د تزکیې څخه مراد د فطر صدقه ده او له ذکر څخه مراد د اختر تکبیرونه دي، او له لمانځه څخه مراد د اختر لمونځ دی، (یعنې د اختر په ورځ اول د فطر صدقه (سرسایه) ورکړه، بیا تکبیرونه  ووایه او د اختر لمونځ وکړه). [کابلی تفسیر] 
عن ابن عباس رضی اللّٰه تعالیٰ عنهما قال: في آخر رمضان أخرِجوا صدقة صومکم فرض رسول اللّٰه ﷺ هذہ الصدقة صاعاً من تمر او شعیر او نصف صاع من قمح علی کل حرٍ او مملوکٍ ذکرٍ او أنثی، صغیرٍ او کبیرٍ. [رواه ابوداؤد]
ترجمه: روایت دی چې ابن عباس رضي ﷲ تعالی عنهما د روژې په آخر کې فرمایل: چې تاسو د خپلو روژو زکات وباسئ، (یعنې صدقه فطر ادا کړئ) رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم دا صدقه فرض کړې ده، یوه کاسه (پیمانه) د خرما او اور بشو او نیمه کاسه(پېمانه) د غنمو څخه پر هر مکلف نر او ښځې باندې.
و عنه قال: فرض رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم زكاة الفطر طهر الصيام من اللغو والرفث وطعمة للمساكين . رواه أبو داود
ترجمه: ابن عباس رضي ﷲ تعالی عنهما روایت کوي چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم د بېهوده او بدو خبرو څخه د روژې د پاکولو لپاره او په مسکینانو باندې د خوړلو لپاره صدقه فطر لازمه ګرځولې ده. 
ــ د افغانستان مؤمنو او مجاهدو خلکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته! 
السلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته
د نېکمرغه کوچني اختر د را رسېدو په مناسبت ټولو افغانانو وروڼو او د نړۍ مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم. 
ﷲ تعالی مو روژې، تراویح، صدقې او نور عبادات او خدمتونه قبول او منظور وګرځوه . آمین یارب العلمین
محترمو وروڼو! د روژې میاشت د ﷲ جل جلاله لخوا د مسلمانانو د پاکولو او تزکیې، پر عبادت عادت کولو او د تقوی خوا ته د تشویقولو یوه ستره میاشت وه، هر مسلمان چې دا روژه د خپلو لازمو شرائطو سره نیولې وي، نو امید دی چې ﷲ تعالی به مغفرت ورته کړی وي او له ګناهونو څخه به یې پاک کړی وي. ان شاءﷲ تعالی
اوس دا لازمه ده چې مسلمانان تقوا خپل عادت وګرځوي، د ﷲ جل جلاله له نافرمانۍ څخه ځان وساتي، له کبائرو څخه اجتناب وکړي او پر صغائرو اصرار ونه کړي، همدا د کامیابۍ لاره ده او همدا د انسان د ژوند مقصود او د ﷲ تعالی رښتینې بندګي ده.
 ﷲ تعالی فرمایلي دي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ‏. سورة البقرة ایة ﴿١٨٣﴾
ترجمه:  ای هغو کسانو چې ایمان یې راوړی دی (ای مؤمنانو!) فرض کړی شوې ده، پر تاسې باندې روژه؛ لکه چې فرض کړی شوې وه، په هغو کسانو چې پخوا له تاسې څخه وو، (لکه پخواني امتونه، او پيغمبران علی نبینا و علیهم السلام) لپاره د دې چې تاسي ځان وساتئ!
همدا ډول ﷲ تعالی بل ځای په قرآن کریم کې فرمايلي دي: شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْاٰنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدٰى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ... سورة البقرة آیة ﴿١٨٥﴾‏‎ 
 ترجمه: میاشت د روژې هغه میاشت ده، چې نازل کړی شوی دی، په دې کې، قرآن چې هدایت دی لپاره د خلکو او دلیلونه دي ښکاره (له جنسه د هغو شیانو) چې هغه لاره ښيي او بېلوونکي د حق او باطل دي، نو هرڅوک چې ومومي له تاسې (ای مکلفینو) دا میاشت، نو ضرور دې روژه ونیسي د هغې (میاشتې). 
همدارنګه په حدیث شریف کې راغلي دي:
من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه . ومن قام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه . ومن قام ليلة القدر إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه متَّفق عليه. 
ترجمه: څوک چې د ایمان له مخې او د ثواب په نیت سره روژه ونیسي، د هغه مخکېني ګناهونه بښل کېږي او څوک چې د ایمان له مخې او د ثواب په نیت سره د رمضان شپه ودرېږي (تراویح وکړي)، د هغه مخکیني ګناهونه بخښل کېږي او څوک چې د ایمان له مخې او د ثواب په نیت د قدر په شپه ودرېږي(عبادت وکړي) د هغه مخکېني ګناهونه بخښل کېږي. 
مسلمانانو وروڼو! راځئ له ﷲ تعالی سره خپل تعهد تجدید او محکم کړو، چې د ﷲ تعالی نا فرماني او د شیطان پيروي به نه کوو، د ﷲ جل جلاله شریعت ته به غاړه ږدو او ﷲ تعالی د صالحو او ښو بندګانو په څېر به ژوند کوو. 
که د ﷲ تعالی په نعمتونو کې فکر وکړو، نو خپله به هم فیصله کوو چې موږ باید نور د ﷲ تعالی د نافرمانه بندګانو په جمله کې نه شو او نه به پر هغه لاره ځو چې ﷲ جل جلاله پرې ناراضه کېږي، پر خپل نفس به پښه ږدو او د شيطان او د هغه د ملګرو لاره به پرېږدو او هغه به د خپل دښمن پيروي ګڼو، همدا ريښتونی نجات دی. ﷲ تعالی دې موږ او ټولو مسلمانانو ته د ښې تقوا او ښې بندګۍ توفیق راکړي. آمین
لکه چې ﷲ تعالی فرمایلي دي: إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ. سورة الفاطر ایة ﴿۶﴾
ترجمه: بې شکه چې شیطان ستاسې دښمن دی پس تاسې هم ونیسئ دی (خپل) دښمن بې شکه چې هم دا خبره ده چې بولي شیطان ډله خپله (ځای د هلاک ته) لپاره د دې چې شي دوی له ملګرو د دوزخ (په آخرت کښې). [کابلی تفسیر]
محترمو مسلمانانو وروڼو! اختر د مسلمانانو د خوشحالۍ، یوځای کېدو، یو بل سره د نېک سلوک او عبادت او دعاګانو ورځ ده. 
عن أنس قال : قدم النبي صلى ﷲ عليه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال : " ما هذان اليومان ؟ " قالوا : كنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم : " قد أبدلكم ﷲ بهما خيرا منهما : يوم الأضحى ويوم الفطر " . رواه أبو داود 
ترجمه:  انس رضي ﷲ عنه روایت کوي چې کله رسول ﷲ ﷺ مدینې ته راغی، نو هلته د هغوی(مدینې منورې خلکو لره) دوې ورځې وې چې لوبې به پکښې کولې (د جاهلیت د زمانې اخترونه چې نوروز او مهرجان نومېدل). نو رسول ﷲ ﷺ وفرمایل: "ﷲ تعالی تاسو ته د دې دواړو ورځو پر ځای غوره ورځې درکړې دي: د قربانۍ ورځ (د لوی اختر ورځ) او د فطر ورځ (د کوچني اختر ورځ).
د کوچني اختر په ورځ مسلمانانو ته د تېرې یوې میاشتې د روژې نیولو ثوابونه ورکول کېږي، په دې ورځ ﷲ تعالی له مسلمانانو څخه راضي کېږي او په دې ورځ د ﷲ تعالی یوه لویه فریضه او عبادت بشپړېږي، چې په مناسبت یې مسلمانان خوښۍ کوي او یو بل ته مبارکۍ ورکوي.
وروڼو! دا یو لوی الهی نعمت بولو چې دا ورځ د امن په فضا او خوشحالیو کې لمانځو ، یو وخت به په همدې ورځ زموږ د افغانانو جنازې وتلې، په همدې ورځ بمبار راباندې کېده او په همدې ورځ مو کورونه پلټل کېدل او زندانونو ته کشېدلو، خو اوس لله الحمد هغه ورځ په امن او سوکالۍ بدله شوې ده، راځئ ټول یې شکر ادا کړو او له راغلي امنیت، سعادت او خوشحالي څخه ساتنه وکړو او په دې لاره کې ټولو شهیدانو ته دعا وکړو، ﷲ تعالی دې د ټولو سعیې، جهادونه او شهادتونه قبول کړي.
ﷲتعالی فرمایې: لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ.  سورة ابراهیم  ایة ﴿۷﴾
ترجمه: ... قسم دی که چېرې شکر ووېستلو تاسې (په تېرو نعمتونو/ احساناتو زما)، نو خامخا زیات به کړم تاسې ته نعمت، او قسم دی که بې قدري ناشکري وکړه تاسې (د نعمتونو/ احساناتو زما)، نو بې شکه عذاب زما خامخا ډېر سخت دی. 
مسلمانانو وروڼو!
ــ مسلمانان د یو بدن حیثیت لري، ټول مسلمانان په درد او غم کې سره شریکان دي.
رسول ﷲ ﷺ فرمایلي دي:
مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ، مَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ، تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. صحیح مسلم
ترجمه: مؤمنان د یو بل سره په مینه، مهربانۍ، او شفقت کې د یو بدن مثال لري؛ که د بدن یو اندام درد وکړي، نو ټول بدن ورسره بې خوبه وي او تبه یې وي.
نو د اخترونو اجتماعات او راټولېدل هم موږ ته د اتفاق، وحدت او یو موټی پاتې کېدو پيغام راکوي، موږ ته دا را زده کوي چې موږ باید د نورو مسلمانانو په خوشحالۍ خوښ او پر خفګان یې خفه شو، که د نړۍ په کوم ګوټ کې مسلمانان له ځور، درد او غم سره مخ وي، زموږ او ستاسو مکلفیت دی چې په غم او درد کې ځان ورسره شریک وګڼو. 
افغانانو کلونه کلونه په مخالفتونو او جګړو کې تېر کړي، اوس الحمدلله د وحدت او اتفاق ښه فرصت ﷲ تعالی راکړی دی، راځئ له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلو، خپل وحدت او یو والی چې د بریا او عزت راز مو دی لا ډېر ټینګ او یقیني کړو، د دښمنانو دسیسو ته متوجه واوسو، له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیت څخه په هر میدان کې کلکه دفاع وکړو او د همدې نظام تر چتر لاندې افغانان سره راټول وساتو.
لكه چې ﷲ تعالی فرمایې: وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ. سورة الانفال آیة ﴿۴۶﴾
ترجمه: او مه کوئ جګړه په خپلو منځونو ( په کار د جهاد کښې) پس بې زړه به شئ تاسې او لاړ به شي قوت (د نصرت او د دولت) ستاسې او صبر کوئ (په قتال او سختیو) بېشکه ﷲ له صابرانو سره دی (په جنګ کښې په نصرت او حفاظت). 
ــ  الحمدلله چې د ﷲ جل جلاله په نصرت او د اسلامي امارت د مجاهدینو د قربانیو او ستړیاوو په برکت افغانستان امن شو، خلک مو د بل هر وخت په نسبت، په ښه امنیت کې ژوند کوي، باید دا هېره نه کړو چې امنیت یو لوی الهي نعمت دی چې باید له امله یې د ﷲ تعالی دوامداره شکر ادا کړو. 
ﷲ تعالی فرمايي: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُمْ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ... ‎ ﴿۱۲۶﴾‏ سورة البقرة 
ترجمه: او (یاد کړه ای محمده!) هغه وخت چې وویل ابراهیم: ای ربه زما! وګرځوه دا ښار (چې کعبه مې په کې ودانه کړېده) ځای د امن. او روزي ورکړه اوسېدونکو ته یې له هر راز میوو نه، هر هغه چا لره چې ایمان یې راوړی دی له دوی ځنې په ﷲ او په ورځ آخره باندې (چې د قیامت ورځ ده). [کابلی تفسیر]
حضرت ابراهیم عليه السلام لومړی د مکې مکرمې لپاره د امن دعا وکړه او وروسته یې د هغه ښار آبادي وغوښته، له دې څخه واضح کېږي چې امنیت له نورو نعمتونو څخه مخکې یو مهم الهي نعمت دی. 
بله دا چې د خپلو امنیتي ځواکونو او مجاهدینو کلک حمایت او ملاتړ وکړئ، ځکه د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن لرو، د دښمنانو دسیسې ختمې شوې دي، خلک مو د شپې او ورځې د وطن هرې برخې ته سفرونه کولای شي، د خلکو سر، مال، عزت او حیثیت خوندي دی، دا ټول باید هېر نه کړو او قدر یې وکړو.
وعن أبي هريرة قال : قال رسول ﷲ صلى ﷲ عليه وسلم : " من لم يشكر الناس لم يشكر ﷲ " . رواه أحمد والترمذي 
ترجمه: او حضرت ابو هریره رضی ﷲ عنه وایي چې رسول ﷲ صلی ﷲ علیه وسلم وفرمایل: کوم سړی چې د خلکو شکر نه ادا کوي، هغه د ﷲ جل جلاله شکر هم نه ادا کوي.
ــ اسلامي امارت ټول محاکم د حنفي فقهي په رڼا کې د شریعت په تطبیق مکلف کړي دي.
ﷲ تعالی فرمایلي دي: وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَهُمْ وَاحْذَرْهُمْ أَنْ يَفْتِنُوكَ عَنْ بَعْضِ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ إِلَيْكَ... سورة المائده ایة ‎﴿ ٤٩﴾‏. 
ترجمه: او ( ته لېږلی یې موږ او دغه حکم مو فرمایلی دی تاته) چې حکم کوه په منځ د دوی کې په هغه شي چې نازل کړی (لېږلی) دی ﷲ، او مه کوه متابعت د خواهشاتو د دوی، او وېره کوه (ځان ساته) له دوی نه، چې وا نه ړوي، (ونه ګرځوي) تا له ځینې هغه شي څخه چې نازل کړی (لېږلی) دی ﷲ تاته ( ای محمده!). [کابلی تفسیر] 
بل ځای ﷲتعالی فرمایلي دي: ثُمَّ جَعَلْنَاكَ عَلَى شَرِيعَةٍ مِنَ الْأَمْرِ فَاتَّبِعْهَا وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاءَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ. سورة الجاثیة آیة ﴿۱۸﴾‏.
ترجمه: بيا مو وګرځولې ته پر شریعت ارته لیاره له کاره د دین پس متابعت وکړه د هغه او متابعت مه کوه د ارزوګانو د هغه کسانو چې نه پوهېږي دوی(په حقیقت د توحید) [کابلی تفسیر]
په همدې اساس د اسلامي امارت محاکم مکلف دي چې د مطهره شریعت مطابق فیصلې وکړي او د ﷲ تعالی حدود جاري کړي، دا زموږ ستاسو د جهادونو او قربانیو تر ټولو ستر هدف و.  
ــ په افغانستان کې د اسلامي امارت تر سیوري لاندې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د هر ډول فساد د مخنیوي هڅه کوي.
ﷲ تعالی فرمایي : الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ .. سورة الحج آیة ﴿۴۱﴾.
ترجمه: (دغه مهاجر مظلومان) هغه کسان دي چې که چېرې قدرت ورکړو موږ دوی ته په ځمکه کښې (په دښمن باندې د غلبې په اعتبار) نو قائموي دوی (سم ادا کوي به سره له ټولو حقوقو) لمونځ او ورکوي به زکوة او امر حکم به کوي (خلکو ته) په معروف (په نېک شرعي کار) سره او منع کوي به (خلک) له بد کار څخه او خاص د ﷲ په اختیار کښي ده آخره خاتمه د ټولو کارونو. [کابلی تفسیر]
بل ځای ﷲ تعالی فرمايي: كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِﷲ ۗ....‎ سورة آل عمران آية ﴿١١٠﴾. 
ترجمه: يي تاسي (ای محمدي امته!) خیر (بهتر د هر هغه) امت چې ایستلي شوي دي، لپاره د خلکو، چې حکم کوئ تاسې (هر چا ته) په معروف (نېکۍ) سره او منع کوئ تاسې (هرڅوک) له منکر (بدۍ) څخه. 
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین په خپله سعیه او کوښښ سره د خلکو په اصلاح بوخت دي، چې له امله یې د منکراتو کچه ټيټه شوې ده، او دا د اسلامي نظام یو له سترو اهدافو څخه دی چې په ټولنه کې د هر ډول مفاسدو مخنیوی وشي، کله چې فساد ختم شي، زموږ تاسو ژوند سوکاله، عزت مو خوندي، وقار مو پرځای او خلک مو د اسلام له خوند څخه برخمن کېږي او د ﷲ جل جلاله د رحمت مورد ګرځو. د اسلامي امارت ټول ارګانونه همدا ډول عام خلک مو باید د فساد د محوې او له منځه وړلو لپاره د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو له وزارت سره دوامداره همکاري ولري او ملاتړ یې وکړي، ترڅو له فساد او فتنو څخه پاکه ټولنه ولرو او راتلونکي نسلونه مو د ناسمو عقائدو، ناوړه رواجونو او بد اخلاقیو قرباني نه شي. 
د پورته مفاسدو په مخنیوي کې د ټولو علماء کرامو مسئولیت جوړېږي چې د ځوانانو د عقیدو په سمولو او د منکراتو د مخنیوي په برخه کې پوره همکاري وکړي او خپل  شرعي مسئولیت ادا کړي، د ناسمو رواجونو اړوند په دې وروستیو کې زموږ صادر شوی فرمان پوره تطبیق کړي او د خلکو پوره پوهاوی وکړي، تر څو له ټولنې مو ناوړه رواجونه ختم شي او د هغو بې ځایه مصارفو او اسرافونو مخنیوی وشي چې له امله زموږ خلک مسافریو او مهاجرتونو ته اړ شوي دي.
 د اسلامي امارت ټول فرامین، قوانین او په ځانګړې توګه د امر بالمعروف قانون ټولو خلکو ته تشریح کړي او خلک یې و عمل کولو ته وهڅوي.
په دې اړه د اسلامي امارت تعلیمي ادارې هم مکلفیت لري چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقائدو او اعمالو اصلاح ته جدي توجه وکړي او نصابونه دې د شریعت مطابق عیار کړي او د ځوانانو سالمه روزنه دې وکړي.
ﷲ تعالی فرمایې: وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ.. سورة آل عمران آية ﴿۱۸۷﴾. 
ترجمه: او (یاد کړه) هغه وخت چې واخیست ﷲ عهد محکم له هغو کسانو ځنې چې ورکړی شوی دی دوی ته کتاب چې خامخا به بیانوئ تاسې هرومرو (خامخا) دا (کتاب) خلکو ته او نه به یې پټوئ تاسې نو وغورځاوه دوی دا (کتاب) وروسته له شاؤ خپلو او وایې خیست په (عوض د) دې (کتاب) قیمت لږ نو بد اخیستل د دوی (دغه اخیستل) دي (یا نو څومره بد دي هغه شی چې دوی یې پیري (اخلي)). [کابلی تفسیر]
ــ اسلامي امارت د دیني پرمختګونو تر څنګ د وطن د ابادۍ او د خلکو د اقتصادي پياوړتیا لپاره د شریعت مطابق خپله هڅه کړې او کوي یې.
ﷲ تعالی فرمایي: فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ، الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ.  سورة قریش ﴿۳﴾ او ﴿۴﴾ ایتونه
ترجمه: نو ښایي چې بندګي وکړي دوی رب د دې کوټې (کعبې) ته هغه (رب) چې طعام خواړه یې ورکړي دي دوی ته په لوږې کښې او امن یې ورکړی دی دوی ته له خوف وېرې څخه. [کابلی تفسیر]
نبي صلي ﷲ علیه وسلم فرمايي: إِنْ قَامَتْ السَّاعَةُ وَبِيَدِ أَحَدِكُمْ فَسِيلَةٌ فَإِنْ اسْتَطَاعَ أَنْ لَا يَقُومَ حَتَّى يَغْرِسَهَا فَلْيَفْعَلْ (مسند أحمد)
ترجمه: که قیامت هم نږدې وي، او د یو چا په لاس کې د نیالګي د کښېنولو موقع وي، نو باید هغه وکري، که څه هم قیامت راځي.
بل ځای نبي صلي الله علیه وسلم فرمايلي : خیرالناس من ینفع الناس. کنزالعمال
ترجمه: غوره د خلکو هغه کس دی چې خلکوته ګټه رسوي. 
اسلامي امارت کوښښ کړی چې د پرمختګ او بیا رغونې لپاره هر کال سلګونه لوی او واړه انکشافي کارونه تر کار لاندې ونیسي، د ولایاتو ترمنځ لویې لارې اساسي ورغوي، له دنیا سره د تجارت ساحه پراخه او د صادراتو کچه لوړه کړي، تجارت او صنعت ته خاصه توجه وکړي، چې الحمدلله ښه پرمختګونه هم پکې شوي دي، د لویو انکشافي کارونو په پیل، د معادنو په استخراج او تجارانو او صنعتکارانو ته د پراخو ځمکو په وېش سره هڅه کېږي چې د خلکو د بېکارۍ کچه ټيټه او اقتصادي حالت ښه شي، دا ګامونه د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لا ډېره توجه، اخلاص، هڅې او زحمت غواړي چې باید ویې کړي او د خلکو له خوا هم پراخ حمایت او ملاتړ ضروري دی چې باید ویې نه سپموي.  
خلک مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي سازمانونو په هغو تبلیغاتو باور ونه کړي چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي، یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو تشویش خپروي. 
ﷲ تعالی فرمايي: الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ .. سورة البقرة آیة ﴿٢٦٨﴾ . 
ترجمه: شيطان وعده درکوي تاسې ته د خوارۍ ( او وېروي مو چې خوار به شئ) او حکم کوي تاسې ته په (کولو د) ناوړو (غلطو) کارونو، (لکه بخل)، او ﷲ وعده کوي له تاسې سره د مغفرت (د ګناهونو) له خپل (لوري) او د فضل (د انفاق په بدل کې) او ﷲ پراخ دی، (رحمت فضل او احسان د ده) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو).[کابلی تفسیر]
او بل ځای ﷲ جل جلاله فرمایې: ...وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ‎.. سورة التوبة آیة ﴿۲۸﴾ . 
ترجمة: ... او كه ووېرېږئ تاسو له فقره په (سبب د منع د دوی) نو ژر به غنیان کړي تاسې ﷲ له فضله خپله که اراده وفرمایي (د غنا ستاسې)؛ بېشکه چې ﷲ ښه عالم دی (په ټولو احوالو) ښه حکمت والا دی (چې هر کار په تدبیر او مصلحت سره کوي). [کابلی تفسیر]
اسلامي امارت د ﷲ جل جلاله په نصرت سره خپل ټول کوښښ کوي چې ستاسو ژوند ښه شي.
ــ اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت په اساس ټينګې او ښې اړیکې ولري. 
ﷲ تعالی فرمايي: إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ... سورة الحجرات آیة ﴿١٠﴾ . 
ترجمه: بېشکه  چې مؤمنان ټول (په دین کې) سره وروڼه دي.
همدا راز غواړي له نورو ملکونو سره په اسلامي اصولو ولاړې ښې او ګټورې اړیکې ولري. 
له ټولو خواوو څخه غواړو چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ مانع ونه ګرځي. 
ــ د فلسطین قضیه د ټولې اسلامي نړۍ قضیه ده. 
ﷲ تعالی فرمايي: وَمَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا.  سورة النساء آية ﴿۷۵﴾. 
ترجمه: او څه مانع ده تاسې ته چې جنګ نه کوئ تاسې په لاره د ﷲ جل جلاله کښې ( د دین د ترقۍ لپاره) او په خلاصولو د ضعیفانو کې چې سړي دي، ښځې دي او ماشومان دي، هغه کسان چې وايي دوی، ( ای ربه زموږ!) وباسه موږ له دې کلي (د مکې) څخه، چې ظالمان دي اوسېدونکي د هغې او وګرځوه موږته له خپل درباره کوم ولي (حامي، ساتونکی) او وګرځوه موږته له خپله درباره مددګار!. [کابلی تفسیر]
موږ د فلسطین پر مظلوم او بې دفاع خلکو د صهیونیستي رژیم وحشیانه حملې او بمباردونه په کلکه غندو او دا یو ستر ظلم او وحشت بولو، موږ د فلسطین د خلکو له مشروع غوښتنو څخه ملاتړ کوو او له نورې اسلامي نړۍ څخه هم غواړو چې تر وسه وسه د فلسطینیانو حمایت وکړي، ترڅو هغوی خپل غصب شوي حقوق بېرته تر لاسه کړي، د صهیونیستي رژيم له ظلم او تجاوز څخه خلاص شي او هلته روان وحشت او ظلم پایته ورسېږي. 
ــ داچې د اختر شپې او ورځې د خیر او صدقو ورځې دي، له خپلو ټولو غني وطنوالو څخه غواړو چې خپل بې وزله او غریب خلک له نظره ونه باسي. 
ﷲ تعالی فرمايي: وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا. إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا. سورة الدهر ﴿۸﴾ او ﴿۹﴾ آیتونه.
ترجمه: او (ابرار) ورکوي طعام خواړه پر محبت میني د دغه (ﷲ یا طعام) مسکین اړ (مجبور) ته او یتیم ته او اسیر ته.(وايي ابرابر ـ صالح خلک) بېشکه چې موږ طعام خواړه درکوو تاسې ته خاص د ﷲ تعالی د رضا لپاره ( چې ويي وینو او د هغه رضا مو نصیب شي)، نه غواړو موږ له تاسې څخه جزاء، بدل او نه شکر ایستل.[کابلی تفسیر]
نو د خپل توان مطابق له بې وزله مسلمانانو وروڼو په ځانګړي ډول د شهیدانو له کورنیو، یتیمانو، کونډو او معیوبینو سره کومک وکړئ، د هغوی د اختر شپې ورځې ور خوشحاله او د هغوی لاسنیوی وکړئ، اسلامي امارت هم د خپلو اړوندو ادارو له لارې کوښښ کوي چې له فقیرانو سره کومک وشي او هغوی ته د خوراک او ژوند انتظام برابر شي. 
په پای کې یوځل بیا خپلو ټولو مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر په مناسبت مبارکي وایم، له ﷲ تعالی څخه غواړم چې خوشحاله او له امن ډک اختر ولرئ او د اختر شپې ورځې له خپلو دوستانو او خپلوانو سره په عبادت او خوښۍ کې تېرې کړئ او له تاسو ټولو څخه هیله کوم چې زموږ لپاره په خاص ډول د استقامت او اصلاح دعاګانې وکړئ؛ ځکه د فقهي شریفې په کتابونو کې راغلي دي(و یجب أن یدعی له بالصلاح) ترجمه: او واجب ده چې امیر ته د خیر دعا وشي. 
او ټولو مسلمانانو ته په عام ډول دعاګانې وکړئ او د اسلامي امارت ټولو مسئولینو ته د استقامت، صبر، حوصلې، د شریعت د ښه تطبیق او ښه خدمت کولو دعاګانې وکړئ او زه هم تاسو ټولو ته دعا کوم، ﷲ تعالی مو روژې او ټول عبادات قبول کړه. آمین یا رب العلمین.
والسلام علیکم ورحمة ﷲ وبرکاته
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة ﷲ اخندزاده حفظه ﷲ تعالی
۲۷ رمضان المبارک ۱۴۴۶ هـ ق
۷/۱/۱۴۰۴هـ ش ــ 2025/3/27م