د افغان پُسټ دولتي شرکت له پنځو ادارو سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د افغان پُسټ دولتي شرکت له پنځو ادارو سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په حضور کې د افغان پُسټ دولتي شرکت د صنعت او سوداګرۍ، ملکي هوایي چلند ادارې، د افغانستان د خونو فدراسیون او د سوداګرۍاو پانګونې خونې ترمنځ د افغان پسټ دولتي شرکت د هوایي دهلیزونو خدمتونو کې د اسانتیاوو برابرولو په موخه د همکارۍپنځه اړخیزه هوکړکه لیک لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک لاسلیک موخه د افغان پُسټ دولتي شرکت د کارګو، ملي او نړیوالو خدمتونو کې د اسانتیاوو برابرول، د هوایي لیږدولو او مواصلاتي لارو پياوړتیا، د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عایداتي سرچینو پیاوړي کول دي.