له هېواد څخه بهر د کارګرانو د لیږلو د درې ګونو کمیسیونونو د کړنو او ستونزو د راپور وړاندې کولو غونډه وشوه

له هېواد څخه بهر د کارګرانو د لیږلو د درې ګونو کمیسیونونو د کړنو او ستونزو د راپور وړاندې کولو غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د بهرنیو اړیکو د انسجام ریاست له لوري د بهرنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، کډوالو او بیرته راستنیدونکو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو، د ملي امنیت لوی ریاست او د کار موندنې خصوصي شرکتونو استازو په ګډون له هېواد څخه بهر د افغان کارګرانو د لیږلو د درې ګونو کمیسیونونو د ترسره شوو کارونو او شته ستونزو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه.
د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د انسجام رئیس اتل شمس له افغانستان څخه بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لیږلو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس لیدلوری بیان کړ ویې ویل، په قانوني توګه له هېواد بهر افغان کارګرانو ته د کار زمینې برابرول د دې لامل کیږي، چې ګڼې کورنۍ مناسب عواید ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې ، د کار او ټولنیزو چارو وزارت استازي بهر ته د کارګرانو لیږلو لپاره د دری ګونو کمیسیونونو تاریخچې ، کړنو او ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه پروسه کې یې د اړوندو ادارو او وزارتونو د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
دغه راز د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو د انسجام ریاست له لوري د پریزینټیشن په ترڅ د لارې نقشه، د اړوندو ادارو دندې او مکلفیتونه وړاندې شول.
په دې ناسته کې د اړوندو ادارو استازو د درې ګونو کمیسیونونو پر وړاندې د ستونزو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د کارګرانو لپاره د اسانتیاوو او ستونزو حل په موخه یې د کډوالو د عالي بورډ د جوړولو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای پرېکړه وشوه، چې له هېواد څخه بهر د افغان کارګرانو د لیږلو په موخه د مرستیالانو په کچه په درېیو تخنیکي کمېټو کې کار پېل، د کار دلارې نقشه یې په یاددښت کې ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته ولیږل شي.