د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اصلاحي طرحو او برنامو په اړه بحث وشو

د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو انسجام ریاست له لوري د جمهوري ریاست د دویم معاونیت، د جمهوري ریاست عالي مقام د فرهنګي سلاکار، د اطلاعاتو او فرهنګ، ملي دفاع او عدلیې وزارتونو د استازو په ګډون د ژبو د انکشاف او تطبیق د قانون مسودې، د فرهنګي میراثونو د ساتنې قانون طرحې، د ټولیزو رسنیو د پالیسۍ طرحې، د فرهنګي جوازونو د مقررې طرحې، د لرغونو سیمو او تاریخي ابداتو د عایداتي کولو طرحې، د هېواد د موزیمونو د منقول فرهنګي اثارو محافظتي طرحې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي تولید طرحې د وړاندیزونو په تړاو غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو د انسچام رئیس شاپور ژمن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت طرحو او برنامو په اړه د جلالتمآب جمهور رئیس لیدلوری بیان کړ، له فرهنګ، ملي ژبو او د هېواد نورو ژبو، د بیان ازادۍ، رسنۍ او د فرهنګي میراثونو ساتل یې د حکومت له لومړیتوبونو یاد کړل.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت استازي د دغه وزارت د طرحو او برنامو په اړه معلومات شریک کړل ویې ویل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اصلاحي پروګرامونو اجرایوي طرحه او میکانیزم ترتیب او چمتو شوی دی، چې د اړوندو ادارو د نظرونو او لیدلورو اخیستلو وروسته به حقوقي مراجعو ته واستول شي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د ذکر شوو طرحو او برنامو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د عملي کیدو برخه کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې په غونډه کې د حاضرو ادارو او وزارتونو استازي، د طرحو د پياوړتیا په موخه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره خپل نظرونه په لیکلي بڼه شریک کړي.