16 وری 1400
د تلپاتې پراختیایي موخو (SDGs) په اړه د پوهاوي لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخیل او د اقتصاد وزارت سرپرست مسلکي مرستیال محمد نبي سروش په حضور کې د چارو ادارې یو شمیر کارکونکو ته د تلپاتې پراختیایي اهدافو (SDGs) د پوهاوي لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
په پیل کې د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخیل د تلپاتې پراختیايي موخو (SDGs)په محور کې د افغانستان د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په ټولو سکتورونو کې متوازنه پراختیا د هیواد لپاره مهمه او حیاتي ده.
دغه راز د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د تلپاتې پراختیایي موخو (SDGs) په اړه بشپړ جزییات د غونډې ګډونوالو سره د پریزنټیشن له لارې شریک کړل.
تلپاتې پراختیایي موخې (SDGs) یو نړیواله برنامه ده چې 193 هیوادونه یې غړي دي او افغانستان یې هم غړیتوب لري.