د دولتي ادارو د ډیجیټل کولو کمیسیون غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو اداې د پانګونې د اسانتيا واحد رئيس عطاالله نصیب په مشرۍ د دولتي ادارو د ډیجیټل کولو په اړه د جلالتمآب جمهور رئیس د فرمان د تعقیب په موخه ناسته وشوه.
په دغه غونډه کې، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې، د مرکزي احصایې، اترا ادارې او ملي راډیو ټلویزیون رییسانو او د مالیې وزارت استازي ګډون درلود، په پېل کې د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئيس عطاالله نصیب د دولتي ادارو د ډیجیټل کیدو په اړه د هېواد د جلالتمآب جمهور رئیس فرمان او لیدلوري په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیرې معصومه خاوري د دولتي ادارو د ډیجیټل کولو په تړاو د هېواد د جلالتماب جمهور رئیس د فرمان د تعقیب پروسې د هر کلي تر څنګ، دې برخه کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.
د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې(اترا) رئیس عمر منصور انصاري د هېواد د دولتي ادارو د فعلي بريښنایي سیستمونو په اړه خبرې وکړې، د دولتي ادارو د شته سیستمونو د بیا غور غوښتنې ترڅنګ یې د هېواد د داخلي وړتیاوو د ګټې اخیستلو ټینګار وکړ.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د دولتي ادارو د ډیجیټل کیدو برخه کې د همکارۍ او همغږۍ په موخه د دې کمیسیون اونیزې ناستې جوړې او په میاشت کې یو ځل د جلالتمآب جمهور رئیس سره د کاري پرمختګونو د شریکو ناسته ترسره شي.