د حيرتان بندر د ټرانزيټي او ګمرکي ستونزو د حل کاري کمېټه جوړه شوه
په دې موخه د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد د اقتصادي زونونو د انسجام چارو رياست له لوري د ماليې وزارت، اوسپنې پټلۍ ادارې ،د سټنډرډ ملي ادارې او خصوصي سکتور استازو په ګډون غونډه جوړه شوې وه.
غونډه کې په دې بحثونه وشول، چې څنګه کيدلی شي په حيرتان بندر کې د پولې دواړو غاړو ته په سوداګريزو توکو بار شاوخوا 3000 واګونونو د توقف عوامل روښانه او د حل په موخه يې عملي اقدمات وشي.
د غونډې پېل کې د ريل پټلۍ ادارې استازو د حيرتان بندر ستونزو د ارزولو او د بلخ له والي سره د ليدنې راپورشريک کړ.
دغه راز د اوسپنې پټلۍ استازي د حيرتان بندر کې د سوداګريزو توکو د ليږد راليږد، د ريل پټلۍ سټيشنونو کې د واګونونو د تخليه کولو پر مهال د ګڼې ګوڼې ، د سوداګريزو توکو د ګمرکي اسنادو د طی کولو د ځنډ، د حيرتان – مزارشريف ترمنځ د اورګاډي درېيم او څلورم تمځايونو کې د ګمرک او د افغانستان بانک د څانګو نه موجودیت او نورو اړينو تجهيزاتو کمښت ستونزو په تړاو پريزينټيشن وړاندې کړ.
دغه ناسته کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې، معادن او صنايعو خونې او د افغانستان د خونو فدراسيون استازو پر ماليې وزارت او سټنډرډ ملي ادارې د نيوکو ترڅنګ په حيرتان بندر کې د دغو ادارو کارکوونکي په اداري فساد او ناغيړۍ تورن کړل.
په ناسته کې د ماليې وزارت او سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو که څه هم د اداري فساد موجوديت رد نه کړ خو، حيرتان بندر کې د مامورينو ترڅنګ يو شمير سوداګر هم په درغلۍ کې ښکيل وبلل.
د خصوصي سکتور استازو شکايت وکړ چې، له ازبکستان هېواد څخه د نفتي توکو او نورو اموالو د هر واګون د تخليه کولو لپاره 18 لاسليکونه اخيستل کيږي او دغه راز ۱۳ دولتي ادارو نماينده ګۍ فعالې دي.
په پای کې پرېکړه دا شوه، چې د ذکر شوو ستونزو د حل او حيرتان بندر کې د 24 ساعته کاري شیفټونو د فعالولو په موخه راتلونکې غونډې ته د بلخ والي ترڅنګ د حيرتان بندر کې د استراس ټرانسپورټي شرکت او دغه راز د نفتي توکو د ټیسټ اړوند ټي سي آر ټي کمپنۍ استازي هم را وبلل شي.