د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون ته د شتمنیو د ثبت ادارې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتریت د لېږد هوکړه لیک لاسلیک شو
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون له رئیس څارنپال عبدالقیوم نظامي سره، یاد شوي کمیسیون ته د شتمنیو د ثبت ادارې او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتریت د لېږد هوکړه لیک د یو ځانګړي میکانیزم پر بنسټ لاسلیک کړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس وویل، چې په جمهوري ریاست بنسټ کې بېلا بېلو ادارو لکه: د شتمنیو د ثبت ادارې، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي سکرتریت او بازرس ادارې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه فعالیت درلود، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون له جوړیدو سره په لومړي پړاو کې د شتمنیو د ثبت اداره او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت دغه کمیسیون ته ولېږدول شو او د فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې تر واحد چتر لاندې راغلې.
ښاغلي فضلي زیاته کړه: د شتمنیو د ثبت اداره کې کافي ظرفیتونه رامنځته شوي، کمیسیون دې د دغه ریاست له ظرفیتونو پوره ګټه واخلي. د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتریت، نړیوالې ټولنې او بنسټونو ته د فساد پر وړاندې د مبارزې ښه میکانیزمونه جوړ کړي، چې له دغو ظرفیتونو هم باید ګټه واخیستل شي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون رئیس د دغه کمیسیون تر چتر لاندې د یادو ادارو د لېږد بهیر څخه په هرکلي سره وویل، چې له اداري فساد سره مبارزه یو ستونزمن، پېچلی او حساس کار دی او د کمیسیون یو پروګرام دا دی، څو د موازي ادارې خپل چتر ته ولېږدوي.
ښاغلي نظامي زیاته کړه، چې د دغو ادارو له شته ظرفیتونو د استفادې ترڅنګ به دا ظرفیتونه لا پیاوړي کړل شي.