ډاکټر فضل محمود فضلي د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس په توګه رسما د دې ادارې کارمندانو ته ور وپېژندل شو
د جمهوري ریاست عالي مقام د فرمان پر بنسټ ډاکټر فضل محمود فضلي د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امر الله صالح د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس په توګه د دې ادار کارمندانو ته رسما ور و پېژندل شو.
په دې مراسمو کې د فقر کچې ټیټولو او د اقتصادي او سوداګریزو چارو پراختیا کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر، د هېواد قاضي القضات سیدیوف حلیم، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر لوی رئیس شاکر کارګر او د کابینې یو شمېر غړو ګډون کړی و.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ښاغلي فضلي ته د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د هېواد په دې مرکزي او مهم پُست یې د هغه ګمارنه حیاتي وبلله.
دغه راز هغه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست مدیریتي ظرفیت ته په نغوتې سره وویل چې د دې ادارې یوه بنسټیزه دنده د هېواد د اداري نظام د اطلاعاتو څرخول دي چې د بریالیتوب په صورت کې به یې ټوله دولتي دستګاه بریالۍ وي.
ښاغلي صالح زیاته کړه چې د هېواد ملکي ظرفیت به د چارو ادارې لخوا منسجمه شي تر څو په روان وضعیت کې د کرونا ټول نیوونکې پدیده مهار شي.