د استملاک او بیا مېشتیدنې ادارې د جوړیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوند د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو د انسجام ریاست د ښارجوړونې او ځمکو او کلیو پراختیا وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو، کابل ښاروالۍ او د پلازمېنې زون د پراختیا ادارو استازو سره د استملاک او بیا مېشتیدنې ادارې د جوړیدو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د چارو د انسجام رئیس شاه پور ژمن وویل، چې د ابو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپیریال ساتنې عالي شورا د پرېکړې په اساس چې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د تشکیلاتي چتر لاندې د استملاک او بیا مېشتیدنې په پرنسیپ کې تایید کړې ده. یادې عالي شورا ښارجوړونې او ځمکو وزارت ته دنده ورکړې وه چې د دغې ادارې جوړښت په تړاو عملي میکانیزمونه شورا ته وړاندې کړې او په دې تړاو یې هدایت ورکړی و چې دا میکانیزمونه ساده او لا تصیحیح شي.
وروسته د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د ځمکولۍ چارو مرستیال وزیر ګل الرحمن توتاخېل د استملاک او بیا مېشتیدنې ادارې د جوړیدو طرحه او میکانیزمونه غونډې ته وړاندې کړه، چې ګډونوالو پرې هراړخیز بحث وکړ.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د غونډې ګډونوال به د دغې طرحې په اړه خپل نظرونه په لیکلي ډول شریک او ښارجوړونې او ځمکو وزارت به دا طرحه او عملي میکانیزمونه اصلاح او غني کوي . دغه راز به خپل نظرونه د لسو ورځو په ترڅ کې له چارو ادارې سره شریکوي؛ څو دغه ریاست یې منسجم او د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپیریال ساتنې عالي شورا ته وړاندې کړي.