د استملاک لاندې پروژو د کاري پرمختګ د څرنګوالي په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د استملاک لاندې پروژو د کاري پرمختګ په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت د عملي کیدو او دغه راز د اوبو د تنظیم ملي ادارې د پروژو د ځمکو د استملاک د پرمختګ په موخه د جمهوري ریاست د ملي اقتصاد ریاست له لوري د چارو ادارې د دولت د انسجام د چارو د مرستیال په مشرۍ او د فواید عامې، ښارجوړونې او اراضۍ وزارتونو او د اوبو د تنظیم ملي ادارې او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
د چارو ادارې د دولت د انسجام د چارو مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د یادو ادارو او وزارتونو له استازو وغوښتل، څو د یادو موضوعاتو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړي.
هغه وویل، چې د ملي پروژو د عملي کیدو لپاره دې د ادارو ترمنځ همغږي پياوړې او هڅه وشي، چې د استملاک ننګونې له مناسبو لارو حل شي.
په دې غونډه کې د ادارو او وزارتونو استازو د استملاک لاندې پروژو د کاري پرمختګ او په دې برخه کې د ننګونو راپورونه وړاندې او وویل، چې د ستونزو د حل لپاره یې له خلکو او زیانمنو سره کار پيل کړی، څو د قانون او استملاکي طرزالعملونو مطابق د مناسبو بدیلونو په ورکړې سره قناعت ورکړي.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې استازي وړاندیز وکړ، چې د پروژو له زیانمنو سره د زر تفاهم کولو په اړه دې د ولایتونو له رهبرۍ سره خبرې وشي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال به په دې برخه کې د تفاهم په موخه د ننګرهار، فاریاب او بادغیس له والیانو سره وغږیږي.

دغه راز، به اړوند وزارتونه او ادارې د جمهوري ریاست ته په بله ناسته کې د کابل حلقوي سړک په اړه د خپلو اقداماتو بشپړ راپور وړاندې کړي.