15 زمری 1399
ملي دفاع وزارت

ملي دفاع وزارت له کلیدي وزارتونو څخه دی، چې د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو ، ملي او اسلامي ارزښتونو ساتنه، د اساسي قانون ملاتړ او په سیمه ییزو او نړیوالو مجامعو کې د افغانستان د با اعتباره او غوره دریځ بیا تازه کول یې له اساسي دندو څخه دي.
د دې ترڅنګ، ملي دفاع وزارت د ملي پوځي موخو په پام کې نیولو سره د هېواد د امنیتي سکتور د هرم د قاعدې په توګه رامنځته شوی، چې د اساسي قانون او نورو قوانینو په رڼا کې د ملي ګټو د تامین، د ملي امنیت د موخو د ترلاسه کولو او پر وړاندې یې د ګواښونو د ځوابولو لپاره رامنځته شوی.