د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت
- د ادارې پیژندنه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت
دندې او ماموریت :
د کلیوالي خلکو د ځواکمنتیا له لارې د بې وزلۍ کمول، د ټولنیزو-اقتصادي فرصتونو پیاوړتیا، او د هېواد په کلیو کې د پراختیا لپاره د همغږي او زمینه برابرول.
د وزارت تشکیلاتي جوړښت:
دغه وزارت درې معینیتونه (پلان او پالیسي، مالي او اداري او د کلیو ودانیزو چارو) لري او همدارنګه (۱۸) مرکزي ریاستونه او (۳۴) ولایتي ریاستونه لري.
۲- اصول، قوانین او حقوقي اسناد :
دغه برخه په هره اداره کې د نافذ شویو قوانینو او مقرراتو سره سم پلي او عملي کیږي.
۳- هېوادوالو ته وړاندې شوي خدمات :
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ولایتونو کې بیلابیلې پروژې لکه د کلیوالي سړکونو، اوبو کوچنیو بندونو (چیکډیم)، اوبو رسولو شبکو، استنادي دیوالونو، پلونو، پلچکونو، کاریزونو او اوبو لګولو کانالونو په برخه کې پلي او عملي کړي دي.
د وزارت هره پروژه چې په کلیو کې پلي کیږي د خلکو د اړتیا له مخې ټاکل کیږي وروسته د قانوني پړاونو او منظوري په موخه وزارت ته استول کیږي.
د خلکو د غوښتنو له لارې د وزارت خدمات ترلاسه کول البته د ولایتونو د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاستونو له تائیدي وروسته د منلو وړ دی.
د وزارت د فعالیتونو ترسره کولو لپاره کوم ځانګړی وخت شتون نه لري.
د وزارت خدماتو لپاره فیس نه ورکول کیږي.
خلک کولای شي خپل شکایتونه په ټولو ولایتونو کې د وزارت اړوندو ریاستونو له لارې وړاندې کړي.
۴- اړین فورمونه او اسنادونه :
په وزارت کې ډیجیټالي فورم شتون نه لري.
اړین اسناد په خپلو رسمي ځانګړي بڼو (نمونو) کې د منلو وړ دي.
۵- د اړیکې معلومات او اپلیکیشن ته د لاسرسي کچه:
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کابل ولایت، شپږمې ناحیې د دارالامان نیله باغ سړک کې موقعیت لري او د یاد وزارت ولایتي ریاستونه د هر ولایت په مرکز کې دي.
د وزارت رسمي اړیکو شمیرې : 0202520409 -0202520203
ایمیل او ویب سایټ : mrrd@gmail.com mrrd.gov.af
کاري وختونه: د رخصتي ورځو پرته هره ورځ د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې.
۶- شته لینکونه او آنلاین پورتالونه:
اداره آنلاین سیست نه لري.
۷- خبرتیاوې او اړین خبر:
د ادارې خبرتیاوې (اعلانات) د دغه وزارت د ویب سایټ له لارې خپرې کیږي.
او خبرونه هم د وزارت د ویب سایټ او هم د وټسپ ګروپونو له لارې خپاره کیږي.
۸- د روڼتیا او شکایتونو څانګه :
د شکایتونو ثبتولو لپاره کومه ځانګړې کړنلاره (طرزالعمل) شتون نه لري.