16 زمری 1399
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت یو له مهمو وزارتونو څخه دی، چې د فرهنګي ستراتیژۍ تدوین، په ټولنه کې د فرهنګ، ادب او هنر پراختیا، د اطلاعاتو او فرهنګي خدمتونو وړاندې کول، د لیکوالو، څیړونکو او هنرمندانو ملاتړ، د کتابونو چاپ او خپرول، د کتاب لوستنې د فرهنګ او کتابتونونو
.پراختیا، د وینا او رسنیزو ازادیو ساتنه، د موسیقۍ، تیاتر، فیلم او تجسمي هنرونو په برخه کې د هنري اثارو تولید، د تاریخ، فرهنګ او ژبې ساتنه یې اساسي دندې دي