په پلاني ساحو کې د نومرو وېش او پلور د طرزالعمل په اړه نوبتي غونډه وشوه

 

د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د (۲۷۰۸/۳۷۵) شمېرې ګڼې حکم دوهم بند پر اساس د طرزالعملونو د تطبيق په موخه د تخنيکي کمېټې څلورمه غونډه د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس مولوي انجنير احمد ضياء خالد په مشرۍ ترسره شوه.

دغه غونډه چې نن یکشنبه (د شعبان المعظم ۱۷ مه/ د سلوغې ۲۸مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پکې د کور او ښار جوړولو، عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د ښارواليو چارو د سمون عمومي ریاست، د ملي اقتصاد او زیربناوو ریاستونو استازو ګډون درلود.

په غونډه کې د پانګونې اسانتیا رئیس مولوي انجینر احمد ضیاء خالد وویل، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې باید امارتي ادارې د خلکو لپاره د استوګنې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو هڅې وکړي او د اړونده ادارو له استازو یې وغوښتل چې د هېوادوالو د کار او پانګونې په برخه کې دې خنډونه له منځه يوسي او ستونزو ته دې يې د حل لارې ولټوي.

په دې ناسته کې د ګډون کوونکو ادارو استازو تر واحد چتر لاندې د پېچلو او سختو پروسو د ساده کولو، د ملکیتونو د تثبيت او جواز ورکولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې او خلکو ته یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه خپل نظريات وړاندې کړل.

د پانګونې اسانتیا رئیس د غونډې د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه په دقت سره واورېدل او پرېکړه یې وکړه، چې د خلکو ستونزې به د حل په موخه تر واحد چتر لاندې وڅيړي او له اړوندو ادارو سره په دې برخه کې پېچلې پروسې ساده کړي، ترڅو خلکو ته اسانتياوې رامنځته شي.

دغه غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.