د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت کې د مسؤولينو ټاکنې د مشرتابه د باور په اساس کيږي

د چارو ادارې لوی رئيس؛ اسلامي امارت کې د مسؤولينو ټاکنې د مشرتابه د باور په اساس کيږي
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور د کانونو او پټروليم وزارت د نوي وزير، د پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې، افغاني سرې مياشتې ټولنې او چاپيريال ساتنې ملي ادارې د رئيسانو د پېژندنې په بېلابېلو غونډو کې ګډون وکړ.
دا غونډې چې نن سه شنبه (محرم الحرام ۳مه/ چنګاښ ۱۹مه) ترسره شوې، په کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور په خپلو خبرو کې وويل چې اسلامي نظام کې د ټاکنو په اړه په شرعي لحاظ امير خپل مسؤوليت لري او مامورين خپل مسؤوليت؛ چې امير د ټاکنې پر مهال د يو مسؤول په ټاکنه کې شرعي مسؤوليت اداء کوي او مامورين په خپل مسؤولیت کې چارې د شريعت له مخې سرته رسوي.
نوموړي وويل چې د اسلامي امارت په چوکاټ کې چې چاته مسؤوليتونه سپارل شوي دي، دا د هغوی خپله غوښتنه نه؛ مګر د اسلامي امارت د مشرتابه باور او لزوم ديد‌ دی او د مسؤولینو د ټاکنو په برخه کې د هغوی اهليت، وړتیا، تقوی او ژمنتيا په پام کې نيول کيږي او په وينا يې د يو مسؤول لپاره ضرور دی، تر څو په ښه توګه خپل مسؤولیت سرته ورسوي‌.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی له لوري په وزارتونو او خپلواکو ادارو کې يو شمېر ټاکنې او تغيرات رامنځته شول چې نن د کانونو او پټروليم وزارت، د پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې، افغاني سرې مياشتې ټولنې او چاپيريال ساتنې ملي ادارې کارکوونکو او مسؤلينو ته نوی وزير او عمومي رئيسان او مرستيالان ور وپېژندل شول.