د خصوصي سکتور ۱۰۰ تنو استازو تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرليکه پروګرام کې ګډون وکړ

د خصوصي سکتور ۱۰۰ تنو استازو تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرليکه پروګرام کې ګډون وکړ
د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سېسټم پراختیا امریت مسؤولينو لخوا نن شنبه( محرم الحرام ۳مه/ چنګاښ ۱۹مه) د خصوصي سکتور شاوخوا ۱۰۰ تنو قراردادي شرکتونو او داوطلبانو ته؛ د برېښنايي تدارکاتو سېسټم په وسیله؛ تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي پرلیکه پروګرام جوړ شوی و.
دې انلاین غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ یادو شرکتونو سره کورنیو تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د افغانستان د برېښنايي او پرانيستو تدارکاتو سېسټم (AGEOPS) اړوند شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم څخه د بشپړې ګټې اخيستنې د څرنګوالي په تړاو تفصیلي معلومات شریک شول.
په غونډه کې ګډونوالو ته د شرکتونو د ثبتولو او عرضه کوونکي تدارکاتي پېژندنې شمېرې (vPIN) ترلاسه کولو او تدارکاتي فرصتونو په تړاو په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه او له خصوصي سکتور څخه وغوښتل شول ترڅو یاد سېسټم کې خپل شرکتونه ثبت کړي؛ چې په اسانۍ سره د هېواد د تدارکاتي ادارو اړوند پروژو خبرتیاوو او داوطلبۍ سندونو ته په اسانۍ ورسيږي.
د پروګرام په پای کې د خصوصي سکتور استازو ټولو پوښتنو ته د ډاډ وړ ځوابونه ورکړل شول او ګډونوالو د ملي تدارکاتو ریاست د هڅو ستاینه او د همکارۍ ژمنې وکړې.
د تدارکاتي پړاوونو ګړندي کول، د کنسرسیومي ګډون لپاره فرصتونو برابرول، د تلپاتې پراختیا لپاره ګډون، د شرکتونو د وړتیا تشخیصول، د شرکتونو ترمنځ سالمې سیالۍ ته زمینه برابرول، د شرکتونو وړتیا لوړول او مسلکيتوب؛ د افغانستان د شرکتونو د ثبت او ډلبندۍ سېسټم (AVRCS) هغه ګټې دي چې قراردادي شرکتونه او داوطلبان کولی شي په اسانۍ سره ترې استفاده وکړي.