يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست د کابل ښار لسمې ناحيې اړوند وزير محمد اکبرخان ديارلسم سرک کې یو باب کور له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپل اصلي مالک ته وسپاره.

نن دوشنبه (محرم الحرم۲مه/چنګاښ ۱۸مه) د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست يو تن مسؤول مولوي لعل محمد منصور وويل چې د دغه رياست د مسؤولينو په هڅو او د سندونو له تثبيت وروسته يو باب کور خپل اصلي مالک ته وسپارل شو او دغه لړۍ لا دوام لري.

محمد عمر محب زاده د سيد محمد علم زوی چې د کابل ولايت اصلي اوسېدونکی او د ياد کور اصلي مالک دی، د خپل کور سپارلو په اړه يې د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست څخه مننه وکړه.

د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له مسؤولو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي ترڅو حق خپل حقدار ته وسپاري، چې په همدې اساس د اسلامي امارت له بيا له واکمنۍ راهيسې تر اوسه ۱۴۶ بابه کورونه له هر اړخيزې څېړنې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته سپارلي دي.