خوست ښاروالۍ د ۳ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۸ پروژې بشپړې کړې

خوست ښاروالۍ د ۳ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۸ پروژې بشپړې کړې

د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون عمومي رياست اړوند د خوست ښاروالۍ په دې ولايت کې د شاوخوا درې نیم میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۸ پروژې بشپړې کړي او ګټې اخيستنې ته يې وسپارلې.

د خوست ښاروالۍ له لوري په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دې ولايت ښاروال قاري بسم الله بلال وویل چې د ښاروالۍ ادارې او یونپس همکارې مؤسسې مسؤلینو د ښې همغږۍ په پایله کې د ښار په شپږو نويو ناحیو کې ۲۸ پروژې چې کلیوالي کوڅې او سرکونه پکې شامل وو بشپړې کړې چې زرګونو کسانو ته د کار پيدا کولو سره د شاوخوا درې نیم میلیونه ډالرو په ارزښت سرته ورسېدې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

ښاغلي بلال د یونپس مؤسسې له همکارۍ د مننې ترڅنګ وويل چې ياده مؤسسه بايد د خوست ښاروالۍ سره د نورو پروژو د پلي کولو په برخه کې هم مرسته او همکاري وکړي.

په خوست کې د یونپس مؤسسې مسؤل انجینر نعمت الله دراني په دغه ولایت کې د تازه بشپړو شويو پروژو په اړه معلومات وړاندې کړل او په یاده برخه کې يې د ښاروالۍ مسؤلينو، ګذر وکیلانو او د سیمې له ځوانانو څخه مننه وکړه او په خبره یې د ټولو په همکارۍ یې یاد رغنیز بهیر بشپړ کړ.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خير په دعا سره پای ته ورسېده.