له وزارتونو او دولتي ادارو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نوې ستراتيژۍ د ښه تطبیق په موخه غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتريت له لوري، له وزارتونو او دولتي ادارو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نوې ستراتيژۍ او د فساد پر وړاندې د ملي ستراتيژۍ د تېر کال د پاتې ۱۳ شاخصونو د تطبيق په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې، چې د وزارتونو مرستيالانو او دولتي ادارو مسوولينو حضور درلود، په هېواد کې د اداري فساد د مختلفو اړخونو، له فساد سره د مبارزې د نوې ستراتيژۍ او د تطبیق د راپور ورکونې د ميکانيزم په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل وويل: د فساد پر وړاندې د مبارزې په نوې ملي ستراتيژۍ کې د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو نظرونه په پام کې نيول شوي او مثبت بدلون رامنځته شوی.
هغه زياته کړه، چې دغه ستراتيژي به د نړيوالو همکارو بنسټونو د نظرونو له تر لاسه کولو وروسته د تصويب په موخه کابينې ته واستول شي.
ډاکټر پوپل د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د جلالتماب جمهور رئیس د قاطع ارادې په يادونې سره وويل، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړی سکرتريت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ملي ستراتيژۍ ډ شاخصونو د تطبيق په اړه اونۍ کې يو ځل جلالتماب جمهور رئیس ته راپور ورکوي، له دې کبله په راپور لېږلو کې ځنډ او ناسم معلومات وړاندې کول قطعآ د زغملو وړ نه دی.
هغه د تېر کال په اوږدو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتيژۍ د ۱۳ شاخصونو د نه تطبيق له کبله په نيوکې سره وويل، چې جينوا کنفرانس ته د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د راپور بشپړيدو لپاره د يادو ۱۳ باقي پاتې شاخصونو تطبيق مهم دی.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتريت رئیسې حسينه رحمان هم د اداري فساد پر وړاندې د نوې ستراتيژۍ په اړه وويل: وزارتونه او دولتي ادارې مکلف دي چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نوې ستراتيژۍ له تصويب وروسته، د خپل عمل پلان جوړ او په ټاکلي وخت کې واستوي.
حسینه رحمان زياته کړه: ټاکل شوې چې په راتلونکو اونيو کې، د دغې ستراتيژۍ د نوې بڼې په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې په لوی ریاست کې د وزارتونو او دولتي ادارو استازو ته روزنيز پروګرام ترسره شي.
وروسته، د غونډې ګډونوالو هم د دغې ستراتيژۍ د ښه تطبیق او غني کيدو په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه څرګند کړل.
د غونډې په پای کې پريکړه وشوه، چې وزارتونه او مسوولې ادارې دې د ۱۳۹۸ پاتې ۱۳ شاخصونه په ۶ اونيو کې تطبيق کړي.
همدارنګه، به د مالي او اداري معينانو يا پلان او پالیسۍ رئيسانو په کچه استازي به د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ځانګړي سکرتريت ته معرفي او راتلونکي غونډې به په سکتور واره کچه ترسره شي.