د پانګونې اسانتيا رئيس؛ په هېواد کې کورني او بهرني پانګوال پانګونې ته لېوال دي

د پانګونې اسانتيا رئيس؛ په هېواد کې کورني او بهرني پانګوال پانګونې ته لېوال دي

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست له لوري پانګوالو ته د واحد چتر لاندې د جواز ورکولو پروسې د څرنګوالي په اړه د عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حکم د تطبيق په موخه د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن چهارشنبه (ذوالقعده ۲۰مه/ غبرګولي ۹مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد پخپلو خبرو کې وويل چې اسلامي امارت په هېواد کې پانګونې لپاره ځانګړې پاملرنه لري او دا خپل مسؤليت ګڼي ترڅو د هېوادوالو د هوسا ژوند په موخه د پانګونې لپاره زمينه برابره کړي.
همدا راز نوموړي زياته کړه چې « موږ مکلف يو، ترڅو د اسلامي نظام په چوکاټ کې خپل دردېدلي او کړېدلي ولس ته اسانتياوې رامنځته کړو، پانګوال وهڅوو او تر واحد چتر لاندې د جواز اخيستلو په برخه کې ورته اسانتياوې برابرې کړو.»
همدا راز په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د واحد چتر رئيس عطاء محمد همت د جواز ورکولو په برخه کې د اسانتياو په اړه پريزنټيشن وړاندې کړ او پخپلو خبرو کې يې وويل چې له واحد چتر څخه هدف د خدماتو معياري کول، د پروسو ساده کول، روڼتيا، د بې ځايه لګښتونو مخنيوی، د پانګوالو ملاتړ او هڅونه، د مراجعينو ستونزو ته رسېدنه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي ده.
د غونډې د ګډونوالو له نظرياتو او وړانديزونو اورېدلو وروسته د پانګونې اسانتيا رئيس انجينر احمد ضياء خالد پرېکړه وکړه چې اړونده ادارې دې خپل يو يو استازی د واحد چتر رياست ته معرفي کړي او ياد رياست دې د معلوماتو له راټولولو وروسته طرحه نهايي کړي او اړوندو ادارو څخه دې تائيدي ترلاسه کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.