د ملي تدارکاتو انسټیټوټ څخه ۷۰ تنه فارغ شول

د ملي تدارکاتو انسټیټوټ څخه ۷۰ تنه فارغ شول

د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د يو شمېر وزارتونو او ادارو ۷۰ تنه مسؤلين او کارکوونکي د تدارکاتو په اړه د يو مياشتني روزنيز پروګرام څخه فارغ شول.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس، مالي او اداري مرستیال، د دفتر رئيس او يو شمېر رئيسانو او مسؤلينو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور وويل کوم کارکوونکي چې په خپل مسلک کې ښه وروزل شي؛ د حکومت په چارو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلی شي او مسلکي کارکوونکو ته اسلامي امارت ارزښت ورکوي.

نوموړي وويل، په نظام کې چې چاته مسؤليت وسپارل شي؛ هغه بايد ملي ګټو ته ژمن واوسي او څوک چې په خپل مسؤليت کې ژمن او مسلکي وي، ادارې او نظام ته يې تر نورو ډېره ګټه رسيږي او همدا د نظام د‌ پرمختګ او کاميابۍ لامل کيږي.

په غونډه کې د ملي تدارکاتو رئيس قاري عبدالولي صديقي پخپلو خبرو کې د ملي تدارکاتو رياست د فعاليتونو، لاسته راوړنو او په پروژو کې يې شفافيت او مالي سپما په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې په تېر يو کال کې ملي تدارکاتو انسټیټوټ په بېلابېلو روزنيزو پروګرامونو کې شاوخوا ۹۰۰ تنو مسؤلينو او کارکوونکو ته د تدارکاتو په بېلابېلو برخو کې په حضوري او انلاين بڼه روزنه ورکړل شوې ده.

همدا راز په دې‌ غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د‌ دفتر رئيس مولوي محمد حنان حقاني پخپلو خبرو کې وويل چې مسؤلين بايد پخپل ورسپارل شوي مسؤليت کې ژمن او امین واوسي، په رسمي وخت کې د خلکو خدمت ته متوجه‌ شي او دا وخت بايد په شخصي چارو کې تېر نه کړي.
په پای کې د دې روزنيز پروګرام په ګډونوالو تصديق ليکونه وويشل شول او دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.