په لویو لارو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

په لویو لارو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د همغږۍ غونډه جوړه شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم او د کابینې د پرېکړې د تحقق په موخه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو په اړه د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور په مشرۍ او د اړوندو ادارو معینانو او استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.

دغه غونډه نن سه شنبه د ذوالقعده ۱۹مه/ جوزا ۸مه د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د قرآن کریم په آیتونو پیل شوه ورپسې د ټولګټو، کور او ښارجوړونې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د حج او اوقافو وزارتونو استازو د یادو جوماتونو د جوړولو په اړه د خپلو وروستيو اجراآتو په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز يې دې برخه کې خپل وړاندیزونه وویل.

دې غونډه کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د ځمکې د تثبیت، تصفیې او انتقال په اړه دې لازم اقدامات ترسره کړي، خپلې چارې دې چټکې کړي او د ولایتونو والیان دې له اړوندو نهادونو سره په همغږۍ د جوماتونو جوړولو د چارو له تطبیق څخه څارنه وکړي.

همدارنګه د کور او ښارجوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د جوماتونو د ډیزاین او نقشو جوړولو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او په ساحه کې د جوماتونو د جوړولو چارو د تطبیق لپاره دې انجنیران مؤظف کړي او خپلې ټولې چارې د امکان تر حده چټکې کړي.

یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.