یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

یو باب اپارتمان خپل اصلي مالک ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست له لوري یو باب اپارتمان چې د کابل ښار پنځلسمې ناحیې شیخ زايد (عربانو) ښارګوټي کې موقعیت لري؛ له څېړنو وروسته خپل اصلي مالک ته وسپارل شو.

دا کور چې نن دوشنبه (شوال المکرم ۱۳مه/ غوايي ۳مه) خپل اصلي مالک ته وسپارل شو، په اړه يې د کورونو او جایدادونو د څېړنې او تحت تأمین ریاست یو تن مسؤل عبدالرشيد قانع وويل چې ياد اپارتمان د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ وروسته بې برخليکه پاتې و او اصلي څښتن يې معلوم نه و، د ياد رياست له لوري مهر و لاک شوی و او د خپل اصلي څښتن له پېداکېدو او تثبيت وروسته ورته وسپارل شو.

د محمد جمعه زوی محمد ظاهر چې د ياد اپمارتمان اصلي څښتن دی، د خپل کور د بېرته ترلاسه کولو له امله يې د چارو ادارې لوی رياست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين رياست له مسؤلينو او د پنځلسمې ناحيې د ګذر وکيل څخه مننه وکړه.

د يادونې وړ ده چې د چارو ادارې لوی ریاست د کورونو او جايدادونو د څېړنې او تحت تأمين ریاست له امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کړې تر څو حق حقدار ته ورسیږي او په همدې اساس يې د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې نږدې ۱۳۰ کورونه خپلو اصلي مالکانو ته ورسپارلي دي.