د فرمانونو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست د طرزالعمل په اړه غونډه وشوه

د فرمانونو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست د طرزالعمل په اړه غونډه وشوه

د افغاستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور په مشرۍ د قوانينو د څېړنې او ارزونې کمېټې د فرمانونو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست د طرزالعمل په اړه غونډه وشوه.

دا غونډه چې نن دوشنبه (شعبان المعظم لومړۍ/سلواغې ۲۳مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د فرمانونو، هداياتو او حکمونو د تعقیب ریاست له لوري د دې رياست لپاره د چمتو شوي طرزالعمل په اړه بحث وشو او د غونډې ګډونوالو د موضوع په اړه هر اړخيز نظريات وړاندې کړل.

د کمېټې غړو د ياد طرزالعمل په عنوانونو، محتوی، فصلونو او ټولو مادو باندې علمي، حقوقي او هر اړخيز بحث وکړ او په طرزالعمل کې يې يو شمېر موضوعات د تغير، تبديل حذف او ايزاد لپاره په نښه کړل.

په پای کې د حقوقي، تقنیني او قضايي چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور او د کمېټې غړو پرېکړه وکړه چې د فرمانونو، هداياتو او حکمونو د تعقيب رياست طرزالعمل دې په يوه مقدمه او څلورو فصلونو کې ترتيب او هغه ملاحظات دې حل او اصلاح شي چې د کمېټې له لوري تغير او بحث شوي وي او راتلونکې غونډې ته دې د وروستي تصميم لپاره وړاندې شي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه د خير په دعا پای ته ورسېده.