د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې اوومه غونډه وشوه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې اوومه غونډه وشوه

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې اوومه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم بالله په مشرۍ او د دې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.

دا غونډه چې نن دوشنبه «شعبان المعظم لومړۍ/سلواغې ۲۳مه» جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستیال د قراردادونو د تصفیې او تفکيک پروسې پر چټکتیا ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې قايم اسلامي نظام په ډېرو قربانيو رامنځته شوی او لازمه ده چې د حکومتولۍ چارې په شفافه توګه ترسره شي.

د دې کمېټې د دارالانشاء غړو د پنځو ودانيزو او د اجناسو پروژو په اړه خپلې موندنې او وړاندیزونه د کمېټې رهبرۍ ته وړاندې کړل او د شرعي احکامو او د اصولو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.

د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټه د هغو پروژو د قراردادونو تفکیک او تصفیه کوي چې د افغانستان اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې یې تدارکاتي پروسې او مالي تاديات ځنډول شوي دي، په دې کمیټه کې ۳۳۹ قراردادونه شتون لري چې له هغې يې ۲۰۱ بیا کتل شوي او ۱۳۸ یې تر کار لاندې دي.

د غونډې پای کې پرېکړه وشوه تر څو له پروژو څخه د څارنې او انسجام رئیس مولوي محمد رباني ناصح په مشرۍ، د طرح او ډیزاین، د تعمیراتو د ساتنې او څارنې ریاستونو څخه تشکيل شوې کمېټه د دې پروژو هر اړخیزې څېړنې وکړي او د ودانيزو پروژو په اړه دې خپل ګزارش راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همدا راز په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پروژو د مالي تادياتو لپاره دې د چارو ادارې لوی ریاست ته وړانديز وشي، تر څو د قرارداد د پیسو د بیرته ورکولو لپاره هدایت ترلاسه شي.

همدارنګه پرېکړه وشوه چې د ملي تدارکاتو رياست مرستيال محمدا ګل کوچي په مشرۍ او د اړوندو ریاستونو او مالي او اداري مشاوریت په غړیتوب پلاوی ترتیب شي، دوسیې دې د دوهم ځل لپاره وڅېړل شي او خپل راپور دې کمېټې ته وړاندې کړي.

دا غونډه چې د قرآنکریم په تلاوت پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.