د چارو ادارې کارکوونکو ته د کرونا واکسین د تطبيق پروسه پیل شوه

د چارو ادارې کارکوونکو ته د کرونا واکسین د تطبيق پروسه پیل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د بشري سرچينو رياست او عامې روغتيا وزارت د روغتيايي ټيم د واکسيناسيون کتلوي معافيت په همغږۍ د چارو ادارې لوی رياست ۶۰۰ تنه نويو او هغه کارکوونکو ته چې تر دې وړاندې يې لومړی او دوهم تقويتي ډوز پاتې شو و؛ د کرونا ضد واکسين پرې تطبيقيږي.

نن شنبه(رجب المرجب ۲۹مه/سلواغې ۲۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د کرونا ضد واکسين د تطبيق پروسه په پرانيستغونډه کې د بشري سرچينو رياست مرستيال نيک محمد نيکمل د عامې روغتيا وزارت د تخنيکي معافيت کتلوي ټيم هر کلی او مننه وکړه چې د چارو ادارې نويو او پخواني پاتې کارکوونکو د کرونا ضد واکسين تطبيق پروسه يې پيل کړه او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د چارو ادارې لوی رياست کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسين د تطبيق لړۍ نن پيل شوه او تر دريو ورځو به دوام ولري، د عامې روغتيا وزارت د واکسيناسيون مسؤلينو په وینا د کرونا ضد دغه واکسين د نړۍ له غوره واکسينونو څخه دی چې په زياتو هېوادونو کې تطبيق شوی دی.