د ۹۱ فاميلۍ د دوو استوګنيزو او سوداګريزو بلاکونو افر پرانيستې غونډه ترسره شوه

د ۹۱ فاميلۍ د دوو استوګنيزو او سوداګريزو بلاکونو افر پرانيستې غونډه ترسره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست ملي تدارکاتو رياست د کابل ښاروالۍ اړوند د ۹۱ فامیلیو سيمه کې د دوه استوګنيزو او سوداګريزو بلاکونو د ودانیو جوړولو پروژې افر پرانیسته د یو شمېر داوطلبانو په حضور کې د ادارې د غونډو په تالار کې ترسره کړه.
دا غونډه چې نن چهارشنبه (رجب المرجب ۲۶مه/ سلواغې ۱۸مه) جوړه شوې وه، په کې د چارو ادارې لوی رياست د ودانيو ساتنې او څارنې رئیس مولوی محمد یوسف سعد وويل؛ خوښ يو چې په داسې شرایطو کې له يو بل سره مخ کیږو چې په هیواد کې بشپړ اسلامي نظام حاکم دی او اوس خپل هېواد ته د خدمت فرصت رامنځته شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې د افغانستان دښمنان هڅې کوي ترڅو موږ ته د نورو برخو سربېره په اقتصادي برخه کې هم زيان ورسوي؛ خو په وينا يې چې دا هڅې به د افغانستان د پانګوالو په همکارۍ او په هېواد کې پانګونې سره ناکاميږي.
نوموړي په تدارکاتي پروسو کې د شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او له داوطلبانو يې وغوښتل چې خپلې چارې په صداقت او اخلاص سرته ورسوي.
دا مجلس چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.