د داوطلبۍ خبرتيا

د داوطلبۍ خبرتيا
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست ملي تدارکاتو ریاست د افغانستان برېښنا شرکت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د تدارکاتو په پروژه کې چې نوم او مشخصات يې لاندې ذکر شوي دي؛ ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د چارو ادارې لوی ریاست له ویب پاڼې څخه ترلاسه کړي او خپل افرونه دې د ملي تدارکاتو د اصولو او طرزالعمل او شرطپاڼه کې مندرجو شرایطو مطابق په سرتړلي شکل د دې اعلان له نشر څخه د افرګشايي تر نېټې پورې ملي تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
د پروژې نوم: د هلمند برېښنا د کجکي ځانګړي شبکې د اصلاح پروژې لپاره د ( ۱۱) تارونو او کيبلونو او د ترانسفارمرونو (۴۵) تارونو او متفرقه وسايلو تيارول.
د داوطلبۍ شمېره : NPD/DABS/1402/G-037/NCB
بانکي تضمين: لومړی لاټ (1000,000) يو ميلیون افغانۍ
دويم لاټ: (800,000) افغانۍ
دآفرگشایي ناسته:‍‍ د ۱۴۰۲ لمريز کال د ليندۍ ۲۰ مه، له غرمې مخکې9:00 بجې.
داړيکي شمېره: 0202143274
ایمیل: planningnpa@gmail.com
ادرس: د ملي تدارکاتو ریاست، مرمرین قصر ته څېرمه، د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ - کابل افغانستان.
یادونه: ناوخته او انټرنټي افرونه د منلو وړ نه دي.