د پانګونې اسانتيا رياست او صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ تخنيکي غونډه وشوه

د پانګونې اسانتيا رياست او صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ تخنيکي غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې د پراختیا او ملاتړ رياست ترمنځ نن يکشنبه (جمادی الاول ۵مه/ لړم۲۸ مه)په افغانستان کې د پانګونې (Invest in Afghanistan) په اړه تخنیکي غونډه د دې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه.

دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس انجنیر احمد ضیاء خالد، د دې ادارې تخنیکي متخصصین، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پانګونې د پراختیا او ملاتړ رئیس صبغت الله اخندزاده او د یاد وزارت تخنیکي کارکوونکو ګډون کړی و.

په پيل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پانګونې څخه د ملاتړ رئیس صبغت الله اخندزاده په افغانستان کې د پانګونې بهير په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې هېواد کې د پانګه اچونې کمپاین د چارو ادارې لوی ریاست او ټولو سکتوري وزارتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګونې د ملاتړ آمر مير اشرف احمدي، په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې په ارزښت، د پانګونې په بهير او په کې د چارو ادارې لوی رياست د رول په اړه ګډونوالو ته هر اړخيز پريزنټیشن وړاندې کړ.

له دې وروسته د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رئيس انجنير احمد ضياء خالد ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل چې افغانستان زمونږ او تاسو ګډ کور دی او په هېواد کې د پانګوالو د جلب او جذب په برخه کې سکتوري ادارې مکلفې دي چې يادو اهدافو ته رسېدو په برخه له موږ سره ودريږي.

د پانګونې اسانتيا رئيس همدا راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو ته ډاډ ورکړ چې ياده موضوع به د يو متحدالمال مکتوب له لارې له سکتوري وزارتونو او ادارو سره شريکې کړې او په دې اړه به د همغږۍ نورې غونډې هم جوړې کړي.

دا مجلس چې د قرانکریم په تلاوت پيل شوی و، د خير په دعا پای ته ورسېده.