د کابل څلورو دروازو کې د الکترونیکي دروازو د نصب په اړه غونډه وشوه

د کابل څلورو دروازو کې د الکترونیکي دروازو د نصب په اړه غونډه وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا ریاست له لوري نن پنجشنبه د (جمادي الاول ۲مه/لیندۍ ۲۵مه) د کابل ښار په څلورو دروازو کې د الکترونیکي دروازو د نصب او نور ولایتونو ته د دې لړۍ د غځولو په موخه د مالیې، ټولګټو او ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت استازو سره غونډه وشوه.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، ورپسې د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس پخپلو خبرو کې وويل؛ د کابل ښار په څلورو دروازو کې د الکترونیکي دروازو نصب کولو څخه يې موخه د ټولګټو وزارت او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو عوایدو کې د لا نور شفافیت رامنځته کول دي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه چې دا چاره به د بيروکراسۍ د مخنیوي، د امنیت د لا ټینګښت او وارداتو او صادراتو کې د سوداګرو ته اسانتيا رامنځته کړي.
په غونډه کې د اړوندو ادارو استازو د یادو دروازو د نصب په اړه خپل تخنیکي او مسلکي نظرونه وړاندې کړل او ویې ویل په دې اړه د ټرانسپورټ وزارت مقرره تصويب شوې او الکترونیکي دروازې به د یو کمپلیکس تر چتر لاندې فعالیت کوي.
د غونډې پای کې پریکړه وشوه چې د دې کار د عملي پيل لپاره دې یوه کميټه چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند، مالیې، کورنیو چارو، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارتونو او کابل ښاروالۍ او استخباراتو ریاست استازي په کې ګډون لري؛ جوړه او د کابل ختيځه دروازه کې دې لومړی کار پيل شي.
یاده غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.