د ښارواليو چارو سمون لوی رياست له دوو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړل

د ښارواليو چارو سمون لوی رياست له دوو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک کړل
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون لوی ریاست د افغان سواد اموزي «ALO» او د خلکو په مشرۍ د بيارغونې همکاره مؤسسې «CDDO» ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامې لاسليک شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه چې نن سه شنبه «ربيع الاول ۴مه/ وږي ۲۸ مه» د ښارواليو چارو د سمون لوی رياست د ‌غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د ښاري حکومتولۍ رئيس مفتي محمد يعقوب شرافت د اجنډا له مخې مقدماتي خبرې وکړې.
نوموړي له يادو مؤسسو څخه مننه وکړه چې د خپلو هېوادوالو د هوساينې او سوکالۍ لپاره په دې سختو شرايطو کې همکاري کوي، له خپل لوري يې د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه چې د مرستو د توزیع لړۍ په شفاف ډول سرته ورسوي.
ورپسې د «ALO» مؤسسې رئيس حاجي اغا لالي اميري پخپلو خبرو کې وويل چې مؤسسه يې د هېواد په جنوب کې فعاليت کوي او په وينا يې چې د دې ولايتونو خلکو سره د کار په بدل کې د نغدي او خوراکي توکو مرسته کوي. نوموړي وويل د يادې پروژې له لارې به د ۷۶ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندهار ښار ۹، ۱۰ او ۱۴ مې ناحيې ۱۴۹۰ اړمنو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشي.
په ورته وخت کې د ښاروالیو چارو د سمون رياست د افغاني ټولنې د خونديتوب او معيشت«UNOPS» مؤسسې سره هم يو تفاهملیک لاسلیک کړ چې له مخې به يې ياده مؤسسه په خوست کې په اړمنو خلکو د ۱۵۴ ميليونه افغانيو په ارزښت نغدي مرسته وويشي.
د يادې مؤسسې رئيس نبي الله عظيمي له اسلامي امارت څخه مننه وکړه چې د دوی د فعاليتونو په برخه کې ورسره همکاري کوي او ژمنه يې وکړه چې له خلکو سره د همکارۍ فعاليتونه بيا لا پراخه کړي.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.