خوست کې د سرطاني ناروغيو درملنې لپاره د روغتون جوړولو په اړه غونډه وشوه

خوست کې د سرطاني ناروغيو درملنې لپاره د روغتون جوړولو په اړه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست او يو شمېر ملي سوداګرو ترمنځ په خوست کې د سرطاني ناروغيو د درمنلې لپاره د روغتون جوړولو په اړه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا، ماليې، کرنې او مالدارې، کور او ښار جوړونې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، خوست عامې روغتيا رياست استازو، ددې ولايت قومي مشرانو او ملي سوداګرو برخه اخيستې وه، د روغتون د جوړېدو چارو د پيل په اړه يې هر اړخيز بحث وشو.
دغه غونډه چې نن دوشنبه « ربيع الاول ۳مه/ وږي ۲۷مه» د چارو ادراې لوی رياست د غونډو په تالار کې د ادارې د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سیف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې وه؛ پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د موضوع په اړه بحث وشو.
مولوي سيف الدين تائب د خوست او افغانستان ملي سوداګرو څخه مننه وکړه، چې د هېواد د اساسي ستونزې د حل لپاره ګام پورته کوي او په دې برخه کې يې د اسلامي امارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي تائب وويل چې د روغتون په جوړولو او خدماتي برخه کې بايد معيار په پام کې ونيول شي او له دې لارې د روغتيا په برخه کې د افغانستان د خلکو اړتياوو ته رسېدنه وشي، ترڅو وکولی شي چې د تداوۍ لپاره په کور دننه خپلو اړمنو هېودوالو ته خدمات وړاندې کړي.
په غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال او سرپرست محمد يونس مومند وويل د روغتيا په برخه کې يې د افغانستان خلکو ستونزو ته په کتو ياد اقدام د خوست او هېواد د نورو ملي سوداګرو په همکارۍ پورته کړی دی او له اسلامي امارت څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي وويل چې ياد روغتون چې د جوړېدو چارې يې په سل جريبه ځمکه کې اټکل شوي دي، ټول خدمتونه به يې وړيا وي او د روغتيايي چارو ترڅنګ به يو طبي پوهنتون هم جوړ شي ترڅو په دې برخه کې کدرونه وروزل شي.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ملي سوداګرو ياد بنسټ دې د روغتون جوړولو لپاره ابتدايي چارې پيل کړي او سرته ورسوي، د ځمکې د تثبيت او سپارلو او ټولو اړتياوو ته په کتو دې پروپوزل جوړ او د منظورۍ لپاره دې د چارو ادارې لوی رياست وسپاري.
دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.