د چاپيريال ساتنې متخصصين؛ چاپيريال ساتنې ته پاملرنه بايد د اسلامي امارت لومړيتوب وي

د چاپيريال ساتنې متخصصين؛ چاپيريال ساتنې ته پاملرنه بايد د اسلامي امارت لومړيتوب وي
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د چاپيريال ساتنې ملي ادارې استازو، د ژويو د ژوند ژغورنې او چاپيريال ساتنې مؤسسې استازو او يو شمير متخصصينو سره غونډه وکړه.
دغه غونډه چې نن سه شنبه (صفر المظفر۲۷مه/ وږي ۲۱ مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې د دې ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ جوړه شوې وه، د چاپيريال ساتنې په وړاندې د ستونزو له منځه وړلو په اړه بحث وشو.
په دغه مجلس کې د چاپيريال ساتنې متخصصينو ټينګار وکړ چې د هېواد چاپيريال ساتنې ته پاملرنه بايد د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه وي، د هوا ککړتيا، د اوبو مديريت، فاضلاب، د ځنګلونو قطع کول، د ژويو د ژوند ژغورنې، د طبي بوټو له منځه وړلو مخنيوي، د کابل سيند د چاپيريال ساتنې په برخه کې مهمې ستونزې وبللې او په دې اړه يې د علماء کرامو او ګذر وکيلانو رول مهم وباله.
مولوي محمد اسحق اخندزاده، د چاپيريال ساتنې په اړه د اړوندې ادارې د فعاليتونو ستاينه وکړه او ژمنه یې وکړه چې ستونزې به يې د حل لپاره د رياست الوزراء مقام سره شريکې کړي.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېد