د کابل ښار د هديرو د وضعيت په اړه نوبتي غونډه ترسره شوه

د کابل ښار د هديرو د وضعيت په اړه نوبتي غونډه ترسره شوه

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست په مشرۍ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د کابينې د پرېکړې په اساس په کابل ښار او ولايتونو کې د هديرو د ځمکو تثبيت په اړه غونډه وشوه.

دغه غونډه چې نن پنجشنبه (صفرالمظفر۲۲مه/وږي۱۶مه) د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده په مشرۍ ترسره شوه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې له اجنډا سره سم د موضوع په اړه بحث وشو.

په غونډه کې د يادې موضوع په اړه اړوندې کميټې د ځمکو د تثبيت په اړه د خپلو فعاليتونو ګزارش غونډې ته وړاندې کړ او په دې برخه کې د ستونزو د حل په اړه بحث وکړ.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس د اړوندو امارتي ارګانونو څخه وغوښتل چې د هديرو په اړه پاتې چارې دې ژر بشپړې شي چې ګزارش يې د ياد رياست له لارې د نهايي پرېکړې لپاره د رياست الوزراء مقام ته وړاندې شي.

بايد وويل شي چې د اسلامي امارت د رياست الوزراء مقام د هدايت له مخې د کابل په څلورو زونونو کې د هدېرو لپاره د ۶۰۰ جريبه ځمکو د تثبيت په اړه اړوندو امارتي ارګانونو ته دنده سپارل شوې تر څو په دې اړه خپل مسؤليت سرته ورسوي او د کابل ښاريانو د مړو د تدفين ستونزه حل شي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.