کونړ کې «د ښاري خبرو اترو پروګرام» ترسره شو

کونړ کې «د ښاري خبرو اترو پروګرام» ترسره شو
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د ښارواليو چارو د سمون رياست له لوري د ښاري حکومتولۍ د پياوړتيا په موخه «د ښاري خبرو اترو پروګرام» د کونړ مرکز اسعد اباد کې د دغه ولايت د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شو چې په کې د ولايتي ادارې د مسؤلينو سربېره، قومي مشرانو، ځوانانو او د ګذر وکيلانو برخه اخيستې وه.
دغه پروګرام چې په کې له امارتي مسؤلينو سره د ولس د مخامخ خبرو زمينه برابريږي، ولس کولی شي چې خپلې ستونزې او غوښتنې په مستقيمه توګه د اسلامي امارت له مسؤلينو سره د حل په موخه شريکې کړي او مسؤلين يې ځواب ورکړي او ستونزو ته د حل لارې ولټوي.
په غونډه کې د اسعداباد ښاروال مولوي نظر محمد عتيق وويل؛ په دغه پروګرام کې ولس په مستقيم ډول خپلې پوښتنې، ستونزې، غوښتنې، نيوکې او اندېښنې له مسؤلينو سره شريکوي او د حل لپاره يې اقدامات کيږي چې له امله يې د ولس او نظام ترمنځ واټن کميږي او د باور فضاء پياوړې کيږي.
په دې غونډه کې د ولايت د مقام، د سيد جمال الدين افغان پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور، چاپيريال ساتنې، ښاروالۍ، ټرانسپورټ، برېښنا، استخبارتو، پوهنې، مخابراتو معلوماتي ټکنالوژۍ استازو هم ګډون کړی و او د خلکو د ستونزو د حل په اړه يې ډاډ او پوښتنو ته يې ځوابونه وويل او دا پروګرام يې يو ښه پيل وباله.
د ښاري خبرو اترو دا پروګرام د خير په دعا پای ته ورسېده.