د چارو ادارې لوی رياست د داخلي پاليسۍ جوړونې کمېټې غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د داخلي پاليسۍ جوړونې کمېټې غونډه ترسره شوه

د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ مسؤلين وايي چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان له مخې د چارو ادارې لوی رياست د رياستونو او جانبي واحدونو سره په همغږۍ او مشوره د چارو ادارې لپاره نوې پاليسي جوړوي.
په دې اړه غونډه چې نن دوشنبه (صفر المظلفر ۱۹مه/ وږي ۱۳ مه) د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست په مشرۍ د دې رياست د داخلي پاليسۍ د ترتيب کمېټې له لوري جوړه شوې وه، په کې د يو شمېر رياستونو او ادارو استازو ګډون کړی و.
د دې کمېټې سرپرست معراج الدين جلالي وويل چې هغه امارتي واحدونه چې تغير شوي دي د هغې د تعديل شويو اسنادو نه په استفاده غواړي چې يوه غوره پاليسۍ جوړه کړي.

د غونډې ګډونوالو د نظرياتو وړاندې کولو وروسته پرېکړه وشوه چې د چارو ادارې لوی رياست د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست دې د شته مقررو، کاري لايحو او اوسني حالت ته په کتو د ادارې په اړه د پاليسۍ ابتدايي طرحه جوړه کړي چې وروسته به يې په اړه د پاليسۍ او ستراتيژۍ رياست د پاليسۍ کمېټه بحث وکړي.