د کابینې ۴مه غونډه؛ د زرهي وسایطو او وسلې ګرځولو اړوند د پلاوي نظر تائید شو

د کابینې ۴مه غونډه؛ د زرهي وسایطو او وسلې ګرځولو اړوند د پلاوي نظر تائید شو

د روان هجري قمري کال د کابینې په څلورمه غونډه کې د زرهي وسایطو او وسلو ګرځولو د جواز د څرنګوالي اړوند د ګمارل شوي پلاوي نظر تائید او اړوندو ادارو ته د جوازکارتونو د جوړولو او صادرولو دنده وسپارل شوه.

دا غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء‌ الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د صفرالمظفر ۱۳مه (سنبلې۷مه) دایره شوه، د قرآن کریم له تلاوت او مقدماتي خبرو وروسته پر اجنډا بحث وشو.

دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د یاد وزارت له لوري د برېښنايي سیستم د جوړولو او ټولو امارتي ارګانونو له لوري يې د ګټې اخیستنې موضوع هر اړخیزه وڅېړي او پایله دې يې د ریاست الوزرا‌ء‌ له عالي مقام سره شریکه کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې په دې غونډه کې د ګرځنده ټيلیفوني دستګاوو د پراختیا او ثبت سیستم د مقرراتو د تنظیم طرحه تائید شوه.

همدارنګه د افغان پست امارتي شرکت لپاره د ۲۰۰ عرادې موټرسایکلونو اخیستلو قرارداد تائید شو او ماليې وزارت ته يې د دې قرارداد د مبلغ د ورکړې دنده وسپارله.

د کابینې دا ناسته د خیر په دعا پای ته ورسېده.