پر لویو لارو د جوماتونو جوړولو چارو د همغږۍ اړوند غونډه وشوه

پر لویو لارو د جوماتونو جوړولو چارو د همغږۍ اړوند غونډه وشوه
د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه مقام د هدايت او کابينې د پرېکړې پر اساس د لويو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو چارو د چټکتيا په اړه د همغږۍ غونډه وشوه.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه «د صفر المظفر۱۴مه/ وږي ۸مه» د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د کابینې او عالي کمیسیونونو د انسجام رئيس قاري عبدالستار سعيد او د دې رياست مسؤلينو برخه اخيستې وه.
د غونډې په پيليزه وينا کې مولوي سيف الدين تائب د اړوندو ادارو له مسؤلينو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره د جوماتونو د ودانولو چارې پيل کړي او هغه موارد په نښه کړي چې په دې برخه کې د ځنډ او خنډ لامل شوي، ترڅو يې په اړه لازم اقدامات ترسره شي.
په دغه غونډه کې چې د ټولګټو، کرنې او مالدارۍ، حج اوقافو، کور او ښار جوړونې وزارتونو استازو هم ګډون کړی و، د موضوع په اړه هر اړخيز بحث وشو او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه ترڅو د جوماتونو لپاره د مشخص شويو ځايونو د تثبيت او تصفيې چارې سرته ورسوي.
همدا راز د کور او ښار جوړولو وزارت ته دنده وسپارل شوه تر څو په راتلونکو لسو ورځو کې د يادو جوماتونو تخنيکي سروې، نقشې، سټرکچر او مهندسي چارې چمتو کړي او په اړه يې راپور د چارو ادارې لوی رياست ته وړاندې کړي.
بايد وويل شي چې د تېر کال د کابينې ۲۹ مه غونډه کې د لويو لارو په هر ۱۰۰ کيلو مترۍ کې له ټولو ملحاقو سره د نارينه او ښځينه لمونځ کوونکو لپاره د جوماتونو جوړولو پرېکړه وشوه، چې د عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله له توشيح وروسته واټن ۷۰ کيلو متره وټاکل شو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.