په خپل قلم او ژبه باید د اسلامي نظام ملاتړ وکړو

په خپل قلم او ژبه باید د اسلامي نظام ملاتړ وکړو
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده د ژورنالیستان اتحادیې سره په کتنه کې وویل اسلامي نظام د اتحاد او همبستګۍ له امله پایدار پاتې دی او له اسلامي نظام څخه باید د قلم او ژبې په واسطه ملاتړ وکړو.
نن چهارشنبه (صفرالمظفر ۷مه /د سنبلې ۱) د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د افغانستان د ژورنالیستانو له اتحادیې سره ددوی د ستونزو د حل په موخه د مولوي محمد اسحق اخند زاده په مشرۍ غونډه جوړه شوه او پکې د خبریالانو د ستونزو او اړتیاو په اړه بحث وشو
د افغانستان د ژورنالیستانو اتحاديې مشر حفیظ الله بارکزي او له بېلابېلو ولایتونو راغلیو استازیو خپلې اقتصادي او اطلاعاتو ته د لاس‌رسي ستونزې شریکې کړې.
دوی له چارو ادارې وغوښتل چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي، په وینا يې د ژورنالیستانو اتحادیه غواړي چې اسلامي نظام پایښت ولري او رسنۍ پر اقتصادي، ښوونیزې او ټولنیزې پراختیا تمرکز ولري.
د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد اسحاق اخندزاده ورته د ډاډ تر څنګ وویل چې د شریعت په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي، د دوی ستونزې او غوښتنې به له لوړو مقاماتو سره شريکې کړي چې ورته اساسي حل لار پیدا کړي.