مولوي سيف الدين تائب؛ اسلامي امارت کې اهل خلکو ته مسؤليت سپارل کيږي

مولوي سيف الدين تائب؛ اسلامي امارت کې اهل خلکو ته مسؤليت سپارل کيږي

د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسۍ مرستيال مولوي سيف الدين تائب وايي اسلامي مارت کې مسؤلیت اهل کسانو ته سپارل کېږي.
نوموړي یادې څرګندونې د ملي راډيو تلویزيون د نوي رئیس قاري محمد یوسف احمدي د معرفۍ غونډه کې وکړې، چې نن چهارشنبه (۷صفر المظفر/وږي لومړۍ) د ملي راډیو ټلویزیون د ناستو تالار کې برابره شوې وه.
دې غونډه کې چې د چارو ادارې لوی ریاست يو شمېر رئيسانو هم ګډون کړی و، ښاغلي تائب پکې د ښاغلي احمدې د ټاکنې په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله حکم ولوست.

نوموړي په حکومتي چارو کې تغير او تبديل يو اصل وباله او زياته يې کړه چې اسلامي امارت کې د مشرتابه د لزوم ديد له مخې اهل خلکو ته مسؤليت ورسپارل کيږي.

ښاغلي تائب د ملي راډيو ټلويزيون د پخواني رئيس مولوي احمدالله وثيق فعاليتونه وستايل او نوي رئيس ته يې په ښه توګه د خپل مسؤليت د ترسره کولو هیله وکړه.

قاري محمد يوسف احمدي تر دې وړاندې د امارت د رسنيو مرکز د رئيس په توګه او تر هغه مخکې د اسلامي امارت د وياند او فرهنګي کميسيون د غړي په توګه دندې ترسره کړي دي.
دا غونډه کاري دفتر ته د قاري محمد يوسف احمدي د ورتګ او دعا سره پای ته ورسېده.