کابل ښار کې يو شمېر شهيد شوي جوماتونه بررسي کيږي

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست د اميرالمؤمنين حفظه الله د حکم د تطبيق په موخه په کابل ښار کې د يو شمېر جوماتونو د بررسۍ په اړه د ارشاد حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ وزارتونو او کابل ښاروالۍ له معينانو او رئیسانو سره غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې چې نن چهارشنبه «محرم الحرام ۲۳ مه/ زمري ۱۸ مه» د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت مسلکي معين شيخ الحديث مولوي زرمحمد حقاني وويل د کابل ښاروالۍ د ماسټر پلان د تطبيق او سرکونو د پراختيا له امله د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې يو شمېر جوماتونه شهيدان شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستيال مولوي حبيب الرحمن منصور وويل، کابل ښاروالۍ اماده ده چې له ماسټر پلان سره سم د اميرالمؤمنين د ياد حکم د تطبيق په برخه کې خپلې چارې سرته ورسوي.

په پای کې د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د چارو ادارې لوی رياست په مشرۍ د اړوندو امارتي ادارو له غړيو څخه تشکيل شوي پلاوي ته دنده وسپارله، ترڅو ياده موضوع په هر اړخيزه توګه وڅيړي.

دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.