د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس؛ اسلامي امارت د اصلاحي انتقاد هرکلی کوي

د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ژورنالستانو او رسنيو د فدراسيونونو له استازو سره غونډه کې د هغوی ستونزې واورېدې.
دغه غونډه چې نن چهارشنبه «محرم الحرام ۲۳مه/ زمري ۱۸ مه»د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، پيل يې د قرانکريم په تلاوت وشو او ورپسې د ژورناليستانو او رسنيو د فدارسيونونو د استازو له لوري د شته ستونزو د حل په اړه بحث وشو.
په غونډه کې د ژورناليستانو استازو رسنیو ته په وخت د معلوماتو د ورکړې، د جعلي او پروژه يې رسنيو د مخنيوي او بې دندې ژورناليستانو ته د دندې ورکول او همدا راز د رسنيو او ژورناليستانو د مالي ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغوی له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې بايد مغرضې، پروژه يي او رښتينې رسنۍ سره جلا کړي او په وينا يې چې هغوی چې بهرنۍ پروژې پلې کوي او منفي تبليغات کوي بايد وپېژندل شي او د مثبت او اصلاحي انتقاد کوونکې رسنيو ملاتړ وشي.
د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي محمد اسحق اخندزاده د ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې اسلامي امارت د اصلاحي انتقاد هر کلی کوي او په وينا يې چې ژورناليستان هم بايد د خپل نظام سره همکاري وکړي.
ښاغلي اخندزاده ژورناليستانو ته د ملاتړ ډاډ ورکولو ترڅنګ زياته کړه چې ستونزې به يې د حل لپاره د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.
دا غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.